আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
156 : 7

وَاكْتُبْ لَنَا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةً وَّفِی الْاٰخِرَةِ اِنَّا هُدْنَاۤ اِلَیْكَ ؕ— قَالَ عَذَابِیْۤ اُصِیْبُ بِهٖ مَنْ اَشَآءُ ۚ— وَرَحْمَتِیْ وَسِعَتْ كُلَّ شَیْءٍ ؕ— فَسَاَكْتُبُهَا لِلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِنَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۚ

او ته مونږ وګرځوه د هغه چا نه چې تا ورته عزت ورکړی په دې ژوند کې په نعمتونو او سلامتیا سره او تا ورته د نیک عمل توفیق ورکړی، او ستا د هغو نیکانو بندګانو څخه چې تا ورته په اخرت کې جنت تیار کړی، بیشکه مونږ تاته توبه ایستلې، او تاته راګرځیدلي یو اقرار کوونکي یو په خپلې کمزورۍ او کوتاهۍ، الله تعالی وفرمایل: عذاب زما زه هغه چا ته ورکوم چې د بدبختۍ کارونه کوي، او رحمت زما شامل دی هر یو شي ته په دنیا کې؛ نو نشته هیڅ مخلوق مګر د الله تعالی رحمت ورته رسیدلی، او هغه یې په خپل فضل او مهربانۍ کې راګیر کړی، نو خامخا زه به خپل رحمت په اخرت کې هغه چا لره خاص کوم چې د الله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او هغه کسان چې د خپلو مالونو زکاتونه مستحقو کسانو ته ورکوي، او هغه کسان چې زمونږ په آیتونو ایمان لري. info
التفاسير:

external-link copy
157 : 7

اَلَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الرَّسُوْلَ النَّبِیَّ الْاُمِّیَّ الَّذِیْ یَجِدُوْنَهٗ مَكْتُوْبًا عِنْدَهُمْ فِی التَّوْرٰىةِ وَالْاِنْجِیْلِ ؗ— یَاْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهٰىهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَیُحِلُّ لَهُمُ الطَّیِّبٰتِ وَیُحَرِّمُ عَلَیْهِمُ الْخَبٰٓىِٕثَ وَیَضَعُ عَنْهُمْ اِصْرَهُمْ وَالْاَغْلٰلَ الَّتِیْ كَانَتْ عَلَیْهِمْ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِهٖ وَعَزَّرُوْهُ وَنَصَرُوْهُ وَاتَّبَعُوا النُّوْرَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ مَعَهٗۤ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟۠

هغه کسان چې د هغه محمد صلی الله عليه وسلم پيروي کوي کوم چې داسې نالوستی نبي دی چې نه لولي او نه ليکل کوي، بلکې يوازې خپل پالونکی يې وحي ورته کوي او هغه داسې دی چې هغوی يې نوم، صفت او نبوت په هغه تورات کې ليکلی مومي چې پر موسی عليه السلام نازل کړل شوی او انجيل کې چې پر عيسی عليه السلام نازل کړل شوی، پر هغه څه امر ورته کوي چې نېکي او ښېګنه يې پېژندل شوې او له هغه څه يې را ګرځوي چې په صحيح عقلونو او سالمو فطرتونو کې يې بدي پېژندل شوې ده او د خوراک او څښاک له توکو او نکاح څخه يې هغه خوندور څه ورته روا کړي دي چې زيان پکې نه وي، او له هغو يې خبيث شيان پرې ناروا کړي دي او هغه سخت تکاليف يې ترې لېرې کړي دي چې پرې مکلف کېدل به، لکه د قاتل د وژلو وجوب هغه که بيا په لوی لاس و او که په تېروتنه، نو چا چې له بني اسرائيلو او نورو خلکو پرې ايمان راوړی دی، د هغه درناوی او احترام يې کړی او د هغو کافرانو پر خلاف يې مرسته ورسره کړې چې دښمني ورسره لري، او د هغه قرآن پيروي يې کړې چې پرې نازل کړل شوی، لکه د لارښوونکي رڼا، همدوی داسې بريالي دي چې هغه څه به ترلاسه کوي چې غواړي يې او له هغه څه به ساتل کيږي چې ترې ډاريږي.
info
التفاسير:

external-link copy
158 : 7

قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنِّیْ رَسُوْلُ اللّٰهِ اِلَیْكُمْ جَمِیْعَا ١لَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۪— فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهِ النَّبِیِّ الْاُمِّیِّ الَّذِیْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَكَلِمٰتِهٖ وَاتَّبِعُوْهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟

ووایه -ای پیغمبره-: ای خلکو! بیشکه زه تاسو ټولو عربو او عجمو ته د الله تعالی استازی یم، د هغه الله تعالی چې خاص هغه لره بادشاهي د اسمانونو ده، او خاص هغه لره بادشاهي د ځمکې ده، نشته څوک حقدار د بندګۍ په حقه سره پرته له هغه پاک ذات نه، مړي ژوندي کوي، او ژوندې مړه کوي، نو -ای خلکو- تاسو په الله تعالی ایمان راوړئ، او ایمان راوړئ پر محمد -صلی الله علیه وسلم- داسې پیغمبر دی چې لوستل او لیکل نشي کولی، بلکې د خپل رب له طرف نه یې وحي راوړې، داسې پیغمبر دی چې ایمان لري په الله تعالی، او ایمان لري په هغې وحي چې ده ته راغلې او په هغه کتابونو چې د دې نه په مخکې پیغمبرانو راغلي ده پرته له فرق کولو نه په دوی کې، او تاسو د هغه تابعداري وکړئ په هغې وحي کې چې ده ته د هغه د رب د طرف نه راغلې؛ په دې امید چې تاسو روان شئ هغې لارې ته چې ستاسو د دنیا او اخرت ښېګڼه پکې ده. info
التفاسير:

external-link copy
159 : 7

وَمِنْ قَوْمِ مُوْسٰۤی اُمَّةٌ یَّهْدُوْنَ بِالْحَقِّ وَبِهٖ یَعْدِلُوْنَ ۟

او د موسی -علیه السلام- د قوم بنې اسرایېلو څخه یوه ډله وه چې ولاړه وه په برابر دین، هغه به یې خلکو ته ښوده، او په عدل به یې فیصلې کولې نو ظلم به یې نه کولو. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• تضمَّنت التوراة والإنجيل أدلة ظاهرة على بعثة النبي محمد صلى الله عليه وسلم وعلى صدقه.
په تورات او انجیل کې ښکاره دلیلونه دي د محمد -صلی الله علیه وسلم- د پیغمبرۍ او د هغه په ریښتنولۍ. info

• رحمة الله وسعت كل شيء، ولكن رحمة الله عباده ذات مراتب متفاوتة، تتفاوت بحسب الإيمان والعمل الصالح.
د الله تعالی رحمت هر یو شي ته رسیدلی، خو لیکن د الله تعالی رحمت په خپلو بندګانو مختلفې مرتبې لري، چې دا مرتبې د ایمان او نیک عمل په وجه فرق لري. info

• الدعاء قد يكون مُجْملًا وقد يكون مُفَصَّلًا حسب الأحوال، وموسى في هذا المقام أجمل في دعائه.
دعا کله لنډه وي او کله تفصیلي (اوږده) وي د حالاتو مطابق، او موسی -علیه السلام- په دې ځای کې لنډه دعا کړې. info

• من صور عدل الله عز وجل إنصافه للقِلَّة المؤمنة، حيث ذكر صفات بني إسرائيل المنافية للكمال المناقضة للهداية، فربما توهَّم متوهِّم أن هذا يعم جميعهم، فَذَكَر تعالى أن منهم طائفة مستقيمة هادية مهدية.
د الله د عدالت له بڼو څخه دا هم ده چې د مؤمنې ډلې په اړه يې انصاف وکړ، چې د بني اسرائیلو له لارښوونې او بشپړتیا سره ټکر صفتونه يې بيان کړل؛ نو کیدی شي یو وهم کوونکي دا وهم کړی وي چې دا -صفتونه- دوی ټولو ته شامل دی، نو الله تعالی یادونه وکړه چې لدوی څخه یوه ډله په سمه او د هدایت په لار لارښوونه شوې ده. info