আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
38 : 7

قَالَ ادْخُلُوْا فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ فِی النَّارِ ؕ— كُلَّمَا دَخَلَتْ اُمَّةٌ لَّعَنَتْ اُخْتَهَا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا ادَّارَكُوْا فِیْهَا جَمِیْعًا ۙ— قَالَتْ اُخْرٰىهُمْ لِاُوْلٰىهُمْ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ اَضَلُّوْنَا فَاٰتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ ؕ۬— قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَّلٰكِنْ لَّا تَعْلَمُوْنَ ۟

ملایکو دوی ته وویل: ننوځئ -ای مشرکینو- په ډله د هغو امتونو کې چې تیر شوي مخکې ستاسو نه په کفر او ګمراهۍ باندې د پیریانو او انسانانو نه په اور کې، هر کله چې ورننوځي یوه ډله لعنت به وایي په خپلو هغو ملګرو چې د دوی نه مخکې اور ته ننوتلي، تر هغه چې دوی په یو بل پسې ورشي، او ټول پکې راجمع شي نو وبه وایې وروستني ننوتونکي او هغوی هغه ټیټ او تابعداري کوونکی دي، د خپلو مخکنیو په هکله چې هغوی مشران او لویان دي: ای زمونږ ه ربه! دا زمونږ هغه مشران دي چې مونږ یې د هدایت د لارې نه اړولي وو، نو ته سزا ورکړه دوی ته دوه چنده سزا د دې وجې نه چې مونږ ته یې ګمراهي ښایسته کړې وه، الله تعالی به دوی ته په جواب کې ووایې: ستاسې هرې ډلې ته به څو چنده عذاب وي، لیکن تاسو په دې باندې نه پوهیږئ او نه یې درک کولی شئ. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 7

وَقَالَتْ اُوْلٰىهُمْ لِاُخْرٰىهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَیْنَا مِنْ فَضْلٍ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ ۟۠

او وبه وایې مشران هغه چې تابعداري یې کړی شوي خپلو تابعدارانو ته: نشته تاسو لره -ای تابعدارانو! په مونږ باندې څه فضیلت او غوروالی چې تاسو د هغه په وجه د دې مستحق شئ چې ستاسو نه عذاب کم شي، ځکه اعتبار هغو عملونو لره دی چې تاسو کړي، او تاسو لره د باطل په تابعدارۍ کې څه عذر او بهانه نشته، نو وڅکئ -ای تابعدارانو- عذاب لره په شان د هغه چې مونږ څکلی په سبب د هغه کفر او ګناهونو چې تاسو کول. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 7

اِنَّ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاسْتَكْبَرُوْا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ اَبْوَابُ السَّمَآءِ وَلَا یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ حَتّٰی یَلِجَ الْجَمَلُ فِیْ سَمِّ الْخِیَاطِ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُجْرِمِیْنَ ۟

یقینا هغه کسان چې نسبت د دروغو کوي زمونږ ښکاره ایتونو ته، او لویي کوي د غاړه کیښودلو نه دې ایتونو ته دوی نا امیده دي د هر قسم خیر نه، نو نه به خلاصیږي دروازې د اسمان د دوی عملونو ته په سبب د کفر د دوی، او نه د دوی روحونو ته کله چې دوی مړه شي، او نه به جنت ته داخلیږي هیڅکله تر دې چې ننوځي اوښ -او دا د غټو چارپایانو څخه دی- په سوري د ستنه کې چې هغه د ډیرو تنګو شیانو څخه دی، او دا د ناممکنو کارونو څخه ده، نو په دې پورې تړل شوی شی -چې هغه جنت ته ننوتل دي- هم نا ممکن دی، او د دې سزا په شان سزا الله تعالی هغه چا ته ورکوي چې ګناهونه یې ډیر غټ وي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 7

لَهُمْ مِّنْ جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَّمِنْ فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟

د دې دروغجنانو او لویې کوونکو لپاره به د جهنم نه فرش وي چې هغوی به یې غوړوي، او د دوی لپاره به د بره پردې وي د اور، او د دې سزا په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې د الله تعالی د پولو نه تیریدونکي وي په کفر کولو سره په الله تعالی باندې او په مخ اړولو سره د هغه نه. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 7

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَاۤ ؗ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

او هغه کسان چې په خپل رب یې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه هغه چې د هغوی وسه او طاقت و -او نه مکلف کوي الله تعالی هیڅ یو نفس لره زیات د هغه د وسې او طاقت نه- دغه کسان خاوندان د جنت دي چې ورننوځي به ورته؛ همیشه به وي دوی په دې کې همیشه. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 7

وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ ۚ— وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ هَدٰىنَا لِهٰذَا ۫— وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِیَ لَوْلَاۤ اَنْ هَدٰىنَا اللّٰهُ ۚ— لَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ؕ— وَنُوْدُوْۤا اَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او د پوره نعمتونو د دوی نه به په جنت کې دا وي چې د دوی د زړونو نه الله تعالی هغه کینه او حسد ویستلی چې په دوی کې وه، او روان کړي یې دي لاندې (د ماڼیو او ونو) د دوی نهرونه، او دوی به د الله تعالی په دې لورینه اعتراف وکړي او وبه وایې: ټول ثنا او صفت الله تعالی لره دی؛ هغه ذات چې مونږ ته یې توفیق د دې نیک کار د کولو راکړ چې مونږ یې دې مرتبې ته راورسولو، او نه وو مونږ چې رسیدلی دې وي د خپل ځان د طرف نه که چیرته الله تعالی مونږ ته د دې توفیق نه و راکړی، بیشکه راغلي وو مونږ ته پیغمبران د رب زمونږه په حق سره هغه چې هیڅ شک پکې نه و او په ریښتینې سره وو په وعدو او ویرو (عذاب) کې، او په دوی کې یو اواز کوونکي اواز وکړ: چې یقینا دا هغه جنت دی چې زما پیغمبرانو پرې تاسو په دنیا کې خبر کړي وئ، الله تعالی تاسو ته دا درکړ په سبب د هغو نیکو عملونو چې تاسو کول، هغه چې تاسو به پرې د الله تعالی مخ لټاوه. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• المودة التي كانت بين المكذبين في الدنيا تنقلب يوم القيامة عداوة وملاعنة.
هغه مینه او محبت چې په دنیا کې د دروغجنانو خلکو تر منځ و؛ د قیامت په ورځ به په دښمنۍ او یو بل باندې په لعنت ویلو بدل شي. info

• أرواح المؤمنين تفتح لها أبواب السماء حتى تَعْرُج إلى الله، وتبتهج بالقرب من ربها والحظوة برضوانه.
د مومنانو روحونو لپاره به د اسمان دروازې پرانیستل کیږي تر دې چې الله تعالی ته وخېژي، او خوشحالیږي به په نزدیکت سره د خپل رب څخه او په حاصلولو د هغه د رضامنتیا. info

• أرواح المكذبين المعرضين لا تفتح لها أبواب السماء، وإذا ماتوا وصعدت فهي تستأذن فلا يؤذن لها، فهي كما لم تصعد في الدنيا بالإيمان بالله ومعرفته ومحبته، فكذلك لا تصعد بعد الموت، فإن الجزاء من جنس العمل.
د دروغجنانو او مخ اړوونکو خلکو ساه ګانو (روحونو) ته د اسمان دروازې نه پرانستل کیږي، او کله چې مړه شي او د دوی ساه ګانې پورته لاړې شي نو اجازه به غواړي خو لیکن اجازه به ورته نشي ورکول کیدلی، نو څرنګه چې هغه په دنیا کې په الله تعالی ایمان لرلو او د هغه په پیژندلو او محبت باندې نه و پورته شوي، نو همدا رنګه به د مرګ نه وروسته هم نه پورته کیږي، ځکه چې بدله د عمل مطابق ده (چې څه کرې هغه به ریبې). info

• أهل الجنة نجوا من النار بعفو الله، وأدخلوا الجنة برحمة الله، واقتسموا المنازل وورثوها بالأعمال الصالحة وهي من رحمته، بل من أعلى أنواع رحمته.
د جنت والا د اور نه د الله تعالی په عفوه بچ شوي، او جنت ته د الله تعالی په رحمت داخل شوي، او ویشلې یې دي درجې او هغه یې رسیدلي په نیکو عملونو او دا د الله تعالی د رحمت څخه دي، بلکې دا د الله تعالی د رحمت د اوچتو ډولونو څخه دي. info