আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
31 : 7

یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ خُذُوْا زِیْنَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّكُلُوْا وَاشْرَبُوْا وَلَا تُسْرِفُوْا ؕۚ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَ ۟۠

ای اولاد د ادم -علیه السلام-! واغوندئ هغه جامه چې ستاسو عورت پټوي، او هغه چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ د پاکو او ښایسته جامو نه د لمانځه او طواف په وخت کې، او خورئ او څښئ څه چې مو خوښ وي د پاکو هغو شیانو نه چې الله تعالی تاسو ته حلال کړي، او تاسو مه تیریږئ د درمیانه والي د حدودونو نه په دې کې، او مه تیریږئ د حلالو څخه حرامو ته، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د درمیانه والي د پولو نه. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 7

قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِیْنَةَ اللّٰهِ الَّتِیْۤ اَخْرَجَ لِعِبَادِهٖ وَالطَّیِّبٰتِ مِنَ الرِّزْقِ ؕ— قُلْ هِیَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا خَالِصَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟

ووایه -ای پیغمبره- په داسې حال کې چې رد کوې په مشرکانو هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي د لباسونو نه او حراموي پاک د خوراکونو نه او داسې نور: چا حرام کړي په تاسو باندې جامې هغه چې ستاسو لپاره ښایست دی؟ او څوک دی چې حرام کړي یې دي په تاسو باندې پاک شیان د خوراکونو او څښاک څخه او داسې نور د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي؟ ووایه -ای پیغمبره-!: بیشکه دغه پاک (حلال) شیان د مومنانو لپاره دي د دنیا په زندګۍ کې، او اګر که نور خلک ورسره هم په دې دنیا کې شریک دي خو هغه به یواځې د دوی لپاره وي د قیامت په ورځ، چې کافران به ورسره په دې کې نه شریکیږي؛ ځکه چې جنت حرام دی په کافرانو باندې، د دې بیان په شان مونږ بیانوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهه لري؛ ځکه چې هم دوی هغه خلک دي چې فایده به پرې اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 7

قُلْ اِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّیَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْاِثْمَ وَالْبَغْیَ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَاَنْ تُشْرِكُوْا بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّاَنْ تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

ووایه -ای پیغمبره-! دې مشرکینو ته هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي: بیشکه الله تعالی حرام کړي په خپلو بندګانو باندې بد کارونه، او هغه ناکاره ګناهونه دي، ښکاره وي او که پټ وي، او حرام کړي یې دي ټول ګناهونه، او حرام کړی یې دی تیری کول په ظلم سره په خلکو باندې د هغوی په وینو او مالونو او عرضونو، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو شریک جوړ کړئ د الله تعالی سره نور څوک هغه چې ستاسو سره د هغه په شراکت کوم دلیل نه وي، او حرام کړي یې دي په تاسو باندې دروغ ویل په هغه باندې پغیر د پوهې نه د هغه په نومونو او صفتونو او کارونو او شرع کې. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 7

وَلِكُلِّ اُمَّةٍ اَجَلٌ ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟

او د هرې ډلې او پیړۍ لپاره وخت او نیټه مقرره ده د هغوی د اجل، نو کله چې راشي نیټه مقرره د دوی؛ نه وروسته کیږي د هغې نه څه وخت اګر که لږ وخت هم وي، او نه د هغې نه مخکې کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 7

یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَقُصُّوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِیْ ۙ— فَمَنِ اتَّقٰی وَاَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟

ای اولادې د ادم -علیه السلام- کله چې راشي تاسو ته پیغمبران زما له طرفه ستاسو د قومونو څخه؛ بیانوي په تاسو باندې هغه وحې چې ما په هغوی باندې رالیږلي وه زما د کتابونو نه نو تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، او روان شئ په هغه څه پسې چې هغوی پرې راتګ کړی، نو هغه کسان چې ویږیږي د الله تعالی څخه په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه د نواهیو څخه او ښایسته کوي خپل عملونه، هیڅ ویره به په دوی باندې د قیامت په ورځ نه وي، او نه به دوی غمجن شي په هغه څه چې د دوی څخه د دنیا د برخو نه پاتې شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 7

وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاسْتَكْبَرُوْا عَنْهَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

او هغه کافران چې دروغجن ګڼي زمونږ ایتونه، او په هغې ایمان نه راوړي، او لویي او تکبر کوي د عمل کولو نه په هغې وحي چې د دوی پیغمبرانو پرې راتګ کړی دی، بیشکه خاص هم دوی د اور والا دي همیشه به وي په دې اور کې همیشه. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 7

فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یَنَالُهُمْ نَصِیْبُهُمْ مِّنَ الْكِتٰبِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا یَتَوَفَّوْنَهُمْ ۙ— قَالُوْۤا اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالُوْا ضَلُّوْا عَنَّا وَشَهِدُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰفِرِیْنَ ۟

تر هغه چا لوی ظالم نشته چې پر الله درواغ وايي، هغه ته د شريک، نقصان او داسې وینا په نسبت کولو سره چې هغه نه وي کړې، او يا يې هغه لويې نښانې درواغ ګڼي چې د هغه نېغې لارې ته لارښوونکې دي، هغه کسان چې پر دغه څه متصف وي، هغوی په لوح محفوظ کې خپله د خير او شر ليکلې برخه ترلاسه کوي، کله چې د مرګ پرېښته او له نورو پرېښتو يې د روحونو د اخېستلو لپاره مرستندويانې ورته راشي، هغوی به ورته د زورنې په توګه ووايي: چېرې دي هغه معبودان چې له الله پرته مو لمانځل، هغوی را وبولئ ترڅو ګټه درته ورسوي، مشرکان به پرېښتو ته ووايي: پرته له شکه هغه معبودان چې موږ لمانځل را څخه لاړل او پټ شول، نه پوهېږو هغوی چېرې دي او د ځانونو پر خلاف به اقرار وکړي چې هغوی کافران وو، خو دغه وخت اقرار يې د هغوی پر خلاف دليل دی ګټه نه ورته رسوي.
info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• المؤمن مأمور بتعظيم شعائر الله من خلال ستر العورة والتجمل في أثناء صلاته وخاصة عند التوجه للمسجد.
مومن ته امر شوی چې مسجد ته د تلو او هلته د لمانځه پر مهال د عورت په پټولو او ځان ډولي کولو سره د الله تعالی د شعایرو درناوی وکړي. info

• من فسر القرآن بغير علم أو أفتى بغير علم أو حكم بغير علم فقد قال على الله بغير علم وهذا من أعظم المحرمات.
چاچې قران کریم په غیر د علم نه تفسیر کړ او یا یې په غیر د پوهې نه فتوا ورکړه او یا یې فیصله وکړه په غیر د علم نه نو یقینا دې کس په الله تعالی باندې دروغ وویل پغیر د علم نه او دا کار د ډیرو لویو محرماتو څخه دی. info

• في الآيات دليل على أن المؤمنين يوم القيامة لا يخافون ولا يحزنون، ولا يلحقهم رعب ولا فزع، وإذا لحقهم فمآلهم الأمن.
په دې آیتونو کې پدې خبره دلیل دی چې مومنان به د قیامت په ورځ نه ویریږي او نه به غمجن کیږي، او نه به ورته ویره او وحشت رسیږي، او که چیرته ورسیږي هم نو د دوی ځای د ورتللو به په امن کې وي. info

• أظلم الناس من عطَّل مراد الله تعالى من جهتين: جهة إبطال ما يدل على مراده، وجهة إيهام الناس بأن الله أراد منهم ما لا يريده الله.
ډیر ظالم د خلکو نه هغه څوک دی چې د الله تعالی مقصد د خلکو په ذهنونو کې له دوو اړخونو نه تخريبوي: یو اړخ یې ګډوډول د هغه څه دي چې د الله په مقصد باندې دلالت کوي(یعنې په اړه یې غلط مفهوم خلکو ته رسول چې د الله د غوښتنې خلاف وي)، او بل اړخ یې خلکو ته دوکه ورکول دي پداسې ویلو سره چې الله تعالی له تاسو څخه دا کړنې غواړي؛ حال دا چې هغه به الله تعالی نه وي غوښتي، بلکه حرامې کړي به یي وي. info