আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
144 : 7

قَالَ یٰمُوْسٰۤی اِنِّی اصْطَفَیْتُكَ عَلَی النَّاسِ بِرِسٰلٰتِیْ وَبِكَلَامِیْ ۖؗ— فَخُذْ مَاۤ اٰتَیْتُكَ وَكُنْ مِّنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟

الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وفرمایل: ای موسی! بیشکه ته ما خاص کړی یې او غوره کړی مې یې په ټولو خلکو په خپلو پیغامونو سره کله چې ته ما دوی ته لیږلی یې، او ته ما غوره کړی یې په خبرو کولو سره پغیر د واسطې نه، نو ته ونیسه هغه چې ما تاته درکړی د دې لوی شرف نه، او شه ته د شکر ایستونکو نه الله تعالی ته په درکولو د دې لوی بخشش سره. info
التفاسير:

external-link copy
145 : 7

وَكَتَبْنَا لَهٗ فِی الْاَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْعِظَةً وَّتَفْصِیْلًا لِّكُلِّ شَیْءٍ ۚ— فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَّاْمُرْ قَوْمَكَ یَاْخُذُوْا بِاَحْسَنِهَا ؕ— سَاُورِیْكُمْ دَارَ الْفٰسِقِیْنَ ۟

او لیکلي و مونږ موسی -علیه السلام- لره په تختو د لرګیو یا نورو شیانو کې د هر هغه شي نه چې بني اسرایېلو ورته ضرورت لرلو د دیني او دنیوي کارونو نه؛ پند و د هغه چا لپاره چې پند یې اخیسته د دوی نه، او تفصیل و د هغو احکامو چې تفصیل ته یې ضرورت درلوده، نو ونیسه دا تورات -ای موسی- په مضبوط نیولو سره او کوشش کولو سره، او حکم وکړه خپل قوم بني اسرایېلو ته چې عمل وکړي په خایسته د هغه نه چې په دې کې دي د هغه نه چې ثواب یې ډیر وي لکه د حکم کړی شوي کار کول په پوره طریقې سره، او لکه صبر او بخښنه کول، خامخا زه به وښايم تاسو ته اخري انجام د هغه چا چې زما د حکم مخالفت یې کړی، او زما د تابعدارۍ نه وتلی، او هغه چې دا به ورته رسیږي د هلاکت او تباهۍ نه. info
التفاسير:

external-link copy
146 : 7

سَاَصْرِفُ عَنْ اٰیٰتِیَ الَّذِیْنَ یَتَكَبَّرُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— وَاِنْ یَّرَوْا كُلَّ اٰیَةٍ لَّا یُؤْمِنُوْا بِهَا ۚ— وَاِنْ یَّرَوْا سَبِیْلَ الرُّشْدِ لَا یَتَّخِذُوْهُ سَبِیْلًا ۚ— وَاِنْ یَّرَوْا سَبِیْلَ الْغَیِّ یَتَّخِذُوْهُ سَبِیْلًا ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا عَنْهَا غٰفِلِیْنَ ۟

زر به واړوم زه د عبرت اخیستلو څخه زما په ایتونو په کایناتو او نفسونو کې، او د پوهې څخه زما د کتاب د ایتونو نه؛ هغه کسان چې لویې کوي د الله تعالی په بندګانو باندې او په حق باندې په نا حقه سره، او که چیرته دوی وویني هره یوه نښه دوی په هغې ایمان نه راوړي؛ د وجې د اعتراض کولو د دوی په دې باندې او د وجې د مخ اړولو د دوی د دې نه، او د وجې د دښمنۍ د دوی نه الله تعالی او د هغه د پیغمبر سره، او که چیرته دوی وویني لاره د حق هغه چې رسیدونکې ده د الله تعالی رضا ته نو دوی هغه لاره نه خپلوي، او نه په هغې کې څه رغبت لري، او که چیرته وویني دوی لاره د سرکشۍ او ګمراهۍ هغه چې رسیدونکې ده د الله تعالی غصې او غضب ته نو دوی هغه خپلوي، دا چې دوی ته کوم څه شی رسیدلی، دا د دوی د دروغ ګڼلو له وجې نه د الله تعالی لوی ایتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ د هغه څه چې پیغمبرانو پرې راتګ کړی، او د دوی د بې پرواېۍ د وجې نه د سوچ او فکر کولو نه په دې کې. info
التفاسير:

external-link copy
147 : 7

وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ ؕ— هَلْ یُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟۠

او هغه کسان چې دروغجن ګڼي زمونږ آیتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ د پیغمبرانو زمونږ، او دروغجن ګڼي ملاقات د الله تعالی د قیامت په ورځ، برباد شوي دي هغه نیک عملونه د دوی، نو ثواب نه ورکول کیږي دوی ته په دې باندې د اساسي شرط د نشتوالي له وجې چې هغه ایمان دی، او بدله به نه ورکول کیږي دوی ته د قیامت په ورځ مګر د هغه کفر او شرک چې دوی په الله تعالی باندې کړی و، او بدله د دې همیش والی دی په اور کې. info
التفاسير:

external-link copy
148 : 7

وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوْسٰی مِنْ بَعْدِهٖ مِنْ حُلِیِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهٗ خُوَارٌ ؕ— اَلَمْ یَرَوْا اَنَّهٗ لَا یُكَلِّمُهُمْ وَلَا یَهْدِیْهِمْ سَبِیْلًا ۘ— اِتَّخَذُوْهُ وَكَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟

او جوړ کړ د موسی -علیه السلام- قوم وروسته د تللو د هغه د خپل رب د ملاقات لپاره د خپلو ګاڼو څخه یوه مجسمه (ډانچه) د خوسي چې ساه پکې نه وه او اواز به یې کاوه، آیا دوی نه پوهیږي چې بیشکه دا خوسی د دوی سره خبرې نشي کولی، او نه ورته د حسي یا معنوی خیر طرف ته هدایت کولی شي، او نه دوی ته خیر رسولی شي او نه ترې ضرر اوچتولی شي؟! نیولی و دوی دې لره حقدار د بندګۍ او دوی په دې کار سره ظلم کوونکي وو د خپلو ځانونو سره. info
التفاسير:

external-link copy
149 : 7

وَلَمَّا سُقِطَ فِیْۤ اَیْدِیْهِمْ وَرَاَوْا اَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّوْا ۙ— قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ یَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَیَغْفِرْ لَنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

او هر کله چې دوی پښېمانه او حیران شول او پوهه شول چې یقینا دوی ګمراه شوي د نیغې لارې نه په نیولو د دوی سره خوسي لره حقدار د بندګۍ د الله تعالی سره، دوی الله تعالی ته عاجزي وکړه نو ویې ویل: که چیرته مهرباني ونه کړې په مونږ باندې رب زمونږه په توفیق راکولو سره د هغه تابعدارۍ ته او ونه بخښې مونږ ته هغه ګناه چې مونږ کړې د بندګۍ کولو نه د خوسي، نو خامخا مونږ به شو د هغه کسانو څخه چې په دنیا او اخرت کې یې تاوان کړی دی. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• على العبد أن يكون من المُظْهِرين لإحسان الله وفضله عليه، فإن الشكر مقرون بالمزيد.
بنده باید د الله تعالی فضل او مهرباني په ځان باندې ښکاره کړي، ځکه چې شکر ایستلو سره د نعمتونو زیاتوالی تړل شوی دی. info

• على العبد الأخذ بالأحسن في الأقوال والأفعال.
بنده باید په ویناوو او کارونو کې خایسته غوره کړي. info

• يجب تلقي الشريعة بحزم وجد وعزم على الطاعة وتنفيذ ما ورد فيها من الصلاح والإصلاح ومنع الفساد والإفساد.
لازم دي قبلول د شریعت په پوره هوډ او قوت او ارادې سره په تابعدارۍ کولو او په عملي کولو د هغه څه چې په دې کې راغلي د خیر او اصلاح نه او د بندولو د فساد او د فساد کولو نه. info

• على العبد إذا أخطأ أو قصَّر في حق ربه أن يعترف بعظيم الجُرْم الذي أقدم عليه، وأنه لا ملجأ من الله في إقالة عثرته إلا إليه.
کله چې بنده خطا شي او یا د خپل رب په حق کې کمی وکړي باید اعتراف وکړي په غټوالي د هغې ګناه چې کړې یې ده، او اعتراف وکړي په دې چې یقینا نشته ده لره بل ځای د پناه د الله تعالی نه پرته په بخښلو د خطایۍ د ده مګر الله تعالی دی. info