আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
164 : 7

وَاِذْ قَالَتْ اُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُوْنَ قَوْمَا ۙ— ١للّٰهُ مُهْلِكُهُمْ اَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— قَالُوْا مَعْذِرَةً اِلٰی رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې یوه ډله د دوی څخه داسې وه چې دا بله ډله یې منع کوله د دې بد کار نه، او ویرول یې د دې نه، نو بلې یوې ډلې دې نصیحت کوونکو ته وویل: تاسو ولې نصیحت کوئ داسې یوې ډلې ته چې الله تعالی هلاکوونکی دي هغې لره په دنیا کې د هغې ګناه په وجه چې دوی کړې، او یا سخت عذاب ورکوونکی دی دوی ته د قیامت په ورځ؟ وویل هغو نصیحت کوونکو خلکو: زمونږ وعظ او نصیحت دوی ته عذر وړاندې کول دي الله تعالی ته د هغه څه په کولو سره چې مونږ ته پرې امر شوی چې هغه امر کول دي په نیکیو باندې او منع کول دي له بدیو څخه، تر دې چې مونږ الله تعالی د دې په پریښودلو سره ونه نیسي، او شاید چې دوی په پند او نصیحت سره فایده واخلئ، نو دوی به لاس واخلي د هغې ګناه څخه چې دوی پکې دي. info
التفاسير:

external-link copy
165 : 7

فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖۤ اَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ یَنْهَوْنَ عَنِ السُّوْٓءِ وَاَخَذْنَا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا بِعَذَابٍۭ بَىِٕیْسٍ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟

نو پس هر کله چې نافرمانو خلکو مخ واړاوه د هغه پند نه چې دوی ته نصیحت کوونکو کړی و او د خپل کار څخه منع نه شو، مونږ هغه چاته د عذاب نه نجات ورکړ چې له بدیو نه یې خلک منع کول او راومونیول هغو کسانو لره چې ظلم یې کړی و په تیرې کولو سره په ښکار باندې د خالي (شنبې) په ورځ په سخت عذاب سره لدې وجې نه چې دوی د الله تعالی د تابعدارۍ څخه وتلي وو او د دوی د همیشوالي له وجې نه په ګناه باندې. info
التفاسير:

external-link copy
166 : 7

فَلَمَّا عَتَوْا عَنْ مَّا نُهُوْا عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُوْنُوْا قِرَدَةً خٰسِىِٕیْنَ ۟

نو هر کله چې دوی د الله تعالی په نافرمانۍ کې د حد نه واوښتل د تکبر او ضد له وجې نه، او نصیحت یې قبول نه کړ، مونږ دوی ته وویل: ای ګناهګارانو! شئ تاسې شادوګان ذلیلان، نو شول دوی لکه څرنګه چې مونږ غوښتل، بیشکه زمونږ امر یو شي ته کله چې مونږ وغواړو داچې مونږ ورته ووایو چې شه، نو شي. info
التفاسير:

external-link copy
167 : 7

وَاِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكَ لَیَبْعَثَنَّ عَلَیْهِمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ یَّسُوْمُهُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ لَسَرِیْعُ الْعِقَابِ ۖۚ— وَاِنَّهٗ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی صریح اعلان وکړ چې هیڅ پټوالی پکې نه و چې خامخا به په یهودیانو باندې داسې څوک مسلطوي چې دوی به ذلیلوي او سپکوي به يې په دې دنیوي ژوند کې د قیامت تر ورځې پورې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- خامخا سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا ته چې د هغه نافرماني کوي، تر دې چې هغه لره په دنیا کې په تلوار سره سزا ورکوي، او بیشکه خامخا هغه بخښې ګناهونه د هغه چا چې هغه ته توبه وباسي د خپلو بندګانو نه، رحم کوونکی دی په دوی باندې. info
التفاسير:

external-link copy
168 : 7

وَقَطَّعْنٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اُمَمًا ۚ— مِنْهُمُ الصّٰلِحُوْنَ وَمِنْهُمْ دُوْنَ ذٰلِكَ ؗ— وَبَلَوْنٰهُمْ بِالْحَسَنٰتِ وَالسَّیِّاٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او مونږ دوی په ځمکه کې وویشل، او ټس نس مو کړل په دې کې په ډلو سره، وروسته لدې نه چې دوی یوځای وو، ځینې د دوی نه نیکان دي چې ولاړ دي د الله تعالی په حقونو او د هغه د بندګانو په حقونو، او ځینې د دوی نه درمیانه دي، او بعضې د دوی نه زیاتي کوونکي دي په خپلو ځانونو باندې په ګناهونو سره، او مونږ په دوی باندې امتحان وکړ په پراخۍ او سختۍ سره د دې لپاره چې شاید دوی د هغو ګناهونو څخه راوګرځي چې دوی په کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
169 : 7

فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَّرِثُوا الْكِتٰبَ یَاْخُذُوْنَ عَرَضَ هٰذَا الْاَدْنٰی وَیَقُوْلُوْنَ سَیُغْفَرُ لَنَا ۚ— وَاِنْ یَّاْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهٗ یَاْخُذُوْهُ ؕ— اَلَمْ یُؤْخَذْ عَلَیْهِمْ مِّیْثَاقُ الْكِتٰبِ اَنْ لَّا یَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ وَدَرَسُوْا مَا فِیْهِ ؕ— وَالدَّارُ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

نو راغلل وروسته د دوی نه بد خلک چې د دوی خلیفګان (وارثان) وو، تورات یې د خپلو مشرانو څخه اخیستی و، هغه به یې لوسته خو لیکن عمل به یې نه کاوه په هغه احکامو چې په دې کې و، د الله تعالی د کتاب د بدلولو په وجه به یې د دنیا لږ بیکاره سازوسامان د رشوت په ډول اخیست، او د فیصله کولو د وجې نه په هغه څه چې دې کې ندي راغلي، او ځان ته به یې دا امیدونه ورکول چې خامخا الله تعالی به دوی ته د دوی ګناهونه وبخښي، او که چیرته راشي دوی ته لږ دنیوي سازوسامان نو اخلي يې په پرلپسې توګه، آیا نه وو اخیستي الله تعالی د دوی نه مضبوط لوظونه او وعدې په دې خبره چې نه به وایې دوی په الله تعالی مګر حق به وائې پغیر د تحریف او بدلولو نه؟! او نه و پریښودل د دوی عمل کولو لره په کتاب باندې د ناپوهۍ له وجې، بلکې سره له پوهې نه وو، نو بیشکه دوی لوستلي وو هغه څه چې په دې کې وو او یاد کړي يې هم وو، نو د دوی ګناه ډیره سخته ده، او کور وروستنی او هغه دایمي نعمتونه چې په دې وروستني کور کې دي ډیر غوره دي د دې ختمیدونکي سازوسامان څخه، هغه چا لره چې د الله تعالی څخه ویریږي د هغه د اوامرو په عملي کولو سره او د هغه د نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، آیا دا کسان چې دا لږ سازوسامان اخلي ولي نه پوهیږي چې بیشکه هغه څه چې الله تعالی د پرهیزګارانو لپاره په آخرت کې تیار کړي ډیر غوره او همیشه پاتي کیدونکي دي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
170 : 7

وَالَّذِیْنَ یُمَسِّكُوْنَ بِالْكِتٰبِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ؕ— اِنَّا لَا نُضِیْعُ اَجْرَ الْمُصْلِحِیْنَ ۟

او هغه کسان چې کلکې منګولی لګوي په کتاب باندې، او عمل کوي په هغو احکامو چې په دې کې دي، او کوي لمونځ لره په پابندۍ کولو سره د هغه په وختونو او شرطونو او واجباتو او سنتو باندې، خامخا به الله تعالی دوی ته د دوی په عملونو بدله ورکوي، نو الله تعالی هیڅکله نه ضایع کوي ثواب د هغه چا چې عمل یې نیک وي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• إذا نزل عذاب الله على قوم بسبب ذنوبهم ينجو منه من كانوا يأمرون بالمعروف وينهون عن المنكر فيهم.
کله چې د الله تعالی عذاب په یو قوم باندې د هغوی د ګناهونو په وجه راشي هغه څوک به د دې څخه بچ کیږي چې په نیکیو باندې یې امر کاوه او په دوی کې به یې له بدیو څخه خلک منع کول. info

• يجب الحذر من عذاب الله؛ فإنه قد يكون رهيبًا في الدنيا، كما فعل سبحانه بطائفة من بني إسرائيل حين مَسَخَهم قردة بسبب تمردهم.
د الله تعالی د عذاب څخه ویره کول لازم دي؛ شاید چې دا په دنیا کې ویروونکی وي، لکه څرنګه چې الله تعالی د بني اسرایېلو په یوه ډله باندې کړي وو کله چې ئې د هغوی شکلونه مسخه کړي و او شادوګان یې ترې جوړکړي و د هغوی د سرکشۍ په وجه. info

• نعيم الدنيا مهما بدا أنه عظيم فإنه قليل تافه بجانب نعيم الآخرة الدائم.
الله پر بني اسرائيلو رسوايي او بې زولي مسلطه کړه او دا چې هر وخت به يوڅوک هغوی ته د خپل ظلم او بې لارۍ له امله يې سزا ور څکي. info

• أفضل أعمال العبد بعد الإيمان إقامة الصلاة؛ لأنها عمود الأمر.
د دنيا پېرزوينې که څومره لويې ښکاره شي، خو بيا هم د آخرت د تلپاتې پېرزوينو په بدل کې لږې او بې ارزښته دي. info

• كتب الله على بني إسرائيل الذلة والمسكنة، وتأذن بأن يبعث عليهم كل مدة من يذيقهم العذاب بسبب ظلمهم وانحرافهم.
له ايمان څخه وروسته د بنده غوره کړنه بشپړلمونځ ادا کول دي، ځکه هغه د دين ستنه ده. info