مال او اولاد د هغه څه نه دي چې د دنیا ژوند پرې ښایسته کیدلی شي، او په اخرت کې د مال هیڅ ګټه نشته مګر هغه چې د الله تعالی په رضا کې خرچ شي، او کوم عملونه او ویناګانې چې د الله تعالی خوښېږي ډیرې ښې دي په اعتبار د ثواب سره د دنیا د ټولو ډولونو او سینګارونو نه، او دا غوره د هغه څه نه دي چې انسان یې امید لري؛ ځکه چې د دنیا ښایست ختمیدونکی دی او د الله تعالی چې کوم عملونه او ویناګانې خوښیږي د هغو ثواب د الله تعالی سره پاتې کیدونکی دی.
او یاده کړه هغه لرې به کړو مونږ غرونه د خپلو ځایونو څخه، او وینې به ته ځمکه ښکاره د وجې د لرې کیدلو د هغه څه چې په دې باندې دي د غرونو او ونو او ابادیو څخه، او راجمع به کړو ټول مخلوقات، نو پرې به نه ږدو له دوی نه هیڅوک مګر بیرته به يې راژوندي کړو.
دا کسان چې تاسې نیولي دوستان پغیر له ما نه دوی ستاسې په شان بندګان دي، ما ندي حاضر کړي دوی پیدایښت د اسمانونو او نه پیدایښت د ځمکې ته کله چې ما دا پیدا کول، بلکې دوی په دغه وخت کې بیخې وو نه، او ما نه وو حاضر کړي بعضي د دوی نه په پیدایښت د بعضو نورو کې، نو زه یواځي یم په پيدایښت او برابرولو د چارو کې، او مونږ نه یو نیوونکي ګمراهانو لره د انسي او جني شیطانانو څخه مددګاران، نو زه بې حاجته یم د مددګارانو نه.
او وبه ویني مشرکان اور د جهنم، نو دوی یقین وکړ پوره یقین چې دوی خامخا غورځیدونکي دي په دې اور کې، او بیا به نه مومي دوی د دې نه بل ځای چې دوی ورته وروګرځي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• على العبد الإكثار من الباقيات الصالحات، وهي كل عمل صالح من قول أو فعل يبقى للآخرة.
بنده لره پکار دي چې هغه نیک کارونه زیات وکړي چې ثواب یې پاتې کیدونکی دی، دا نیک عملونه هغه غوره کړنې او ویناوې دي چې ثواب یې اخرت ته پاتې کیدونکی دی.
• على العبد تذكر أهوال القيامة، والعمل لهذا اليوم حتى ينجو من أهواله، وينعم بجنة الله ورضوانه.
بنده باید د قیامت د ورځي سختیانی رایادې کړي، او نیک عمل کول د دې ورځې لپاره تر څو چې د دې سختیانو څخه بچ شي، او خوشحاله شي د الله تعالی په جنت او د هغه په رضایت.
• كَرَّم الله تعالى أبانا آدم عليه السلام والجنس البشري بأجمعه بأمره الملائكة أن تسجد له في بدء الخليقة سجود تحية وتكريم.
الله تعالی ادم -علیه السلام- او انسانان ټول عزتمند کړي په امر کولو سره ملاېکو ته چې سجده ورته وکړي په اول د پیدایښت کې سجده د احترام او عزت.
• في الآيات الحث على اتخاذ الشيطان عدوًّا.
په آیتونو کې هڅول دي دې ته چې شیطان په دښمنۍ و نیول شي.