موسی -علیه السلام- ده ته په تواضع او نرمۍ کې وویل: ایا زه ستا ملګری شم په دې شرط چې ته به ښايې ما ته د هغه علم نه چې الله تعالی تا ته درکړی د هدایت نه حق طرف ته؟.
التفاسير:
67:18
قَالَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟
خضر -علیه السلام- وویل: یقینا ته طاقت نه لرې د صبر کولو په هغه څه باندې چې ته یې وینې زما د علم نه؛ ځکه چې دا نه سمېږي د هغه علم سره چې تا سره دی.
نو دا دواړه روان شول وروسته د ښکته کیدلو د دوی د کښتۍ نه چې تلل د دریاب په غاړه، نو دې دواړو یو هلک ولیده چې بلوغ ته هم نه و رسیدلی د نورو هلکانو سره یې لوبې کولې، نو خضر -علیه السلام- هغه مړ کړ، نو موسی -علیه السلام- ورته وویل: ایا تا مړ کړ یو پاک نفس چې بلوغ ته هم نه و رسېدلی پرته له کومې ګناه څخه؟! یقینا تا راتلل وکړل یو ډیر نا اشنا کار ته!
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• استحباب كون خادم الإنسان ذكيًّا فطنًا كَيِّسًا ليتم له أمره الذي يريده.
مستحب دي باید د انسان خادم هوښیار او چالاک وي د دې لپاره چې کوم کار کول غواړي چې هغه ېې په ښه طریقه سر ته ورسیږي.
• أن المعونة تنزل على العبد على حسب قيامه بالمأمور به، وأن الموافق لأمر الله يُعان ما لا يُعان غيره.
په انسان باندې د هغه د الله تعالی د اوامرو د عملي کولو په اندازه مرسته نازلیږي، او د الله تعالی د امر سره موافق انسان سره داسې مرسته کیدلی شي چې هغه شان د هیچا سره نشي کیدلی.
• التأدب مع المعلم، وخطاب المتعلم إياه ألطف خطاب.
د ښوونکي سره ادب کول، او د شاګرد له خوا هغه ته په نرمۍ سره خبرې کول.
• النسيان لا يقتضي المؤاخذة، ولا يدخل تحت التكليف، ولا يتعلق به حكم.
په هیرې سره څوک نه رانیول کیږي، او د مکلفیت تر چتر لاندې هم نه راځي، او هیڅ حکم پرې نه تړل کیږي.
• تعلم العالم الفاضل للعلم الذي لم يَتَمَهَّر فيه ممن مهر فيه، وإن كان دونه في العلم بدرجات كثيرة.
د هر عالم په پرتله باید له هغه عالم څخه زده کړه وشي چې مهارت لرونکی یعنې متخصص وي په هغه علم کې، اګر که له لومړي څخه په علمي لحاظ د ډېرې ټیټې درجې خاوند وي.
• إضافة العلم وغيره من الفضائل لله تعالى، والإقرار بذلك، وشكر الله عليها.
د علم او نورو کمالونو نسبت کول الله تعالی ته، او په دې باندې اقرار کول، او په دې باندې د الله تعالی شکر ایستل.