او هر چې هغه ځوان هلک و کوم چې تا په ما باندې د هغه د وژلو انکار وکړ نو وو د هغه مور او پلار مومنان، او هغه د الله تعالی په علم کې کافر و، نو مونږ وویرېدلو که چیرته دا بالغ شي نو وبه غورځوي دوی دواړه لره په کفر او سر کښۍ کې د هغه(زوی) سره د زیاتې مینې له امله او یا د هغوی د زیات ضرورت د وجې نه دې ته.
نو مونږ وغوښتل چې بدل به ورکړي الله تعالی دوی ته بل بچی چې غوره به وي د دې نه په دین، نېک والي او په پاکوالي کې د ګناهونو نه، او د دې نه به ډیر نږدې وي په مهربانۍ کولو کې په خپل مور او پلار.
او هر چې هغه دیوال و کوم چې ما برابر کړ او تا په ما باندې د هغه د جوړولو انکار وکړ نو هغه د دوو ماشومانو و په هغه ښار کې چې مونږ ورته ورغلي وو حال دا چې د هغوی پلار مړ شوی و، او د دې دیوال لاندې د دې دواړو لپاره خښه شوي خزانه وه او وو پلار د دې دواړو ماشومانو نیک، نو وغوښتل رب ستا -ای موسی- چې ورسیږي دا دواړه خپلې ځوانۍ ته او غټ شي، او راوباسي دا دواړه خپل هغه خښ شوی مال د دې د لاندې نه؛ نو که چیرته دا دیوال اوس راغورځیدلی وی نو خامخا د دې دواړو مال به ښکاره شوی و او ضایع شوی به و، او وه دا کړنه مهرباني ستا د رب له طرفه په دې دواړو، او دا کارونه ما په خپل اجتهاد (خپله خوښه) نه دي کړي؛ دا و حقیقت د هغو کارونو چې طاقت نه لرلو تا په هغو باندې د صبر کولو.