ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
75 : 18

قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟

خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: یقینا ما تا ته ویلي وو: ته چې یې-ای موسی- طاقت نه لرې ما سره د صبر کولو په هغو کارونو چې زه ئې کوم. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 18

قَالَ اِنْ سَاَلْتُكَ عَنْ شَیْ بَعْدَهَا فَلَا تُصٰحِبْنِیْ ۚ— قَدْ بَلَغْتَ مِنْ لَّدُنِّیْ عُذْرًا ۟

موسی عليه السلام وويل: که له دغه ځل وروسته مې د څه په اړه پوښتنه وکړه، نو بېل مې کړه، زه دې په ملګرتيا پرېښودلو کې د عذر وروستي بريد ته ورسېدم، ځکه دوه ځلې مې ستا د امر مخالفت وکړ.
info
التفاسير:

external-link copy
77 : 18

فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَیَاۤ اَهْلَ قَرْیَةِ ١سْتَطْعَمَاۤ اَهْلَهَا فَاَبَوْا اَنْ یُّضَیِّفُوْهُمَا فَوَجَدَا فِیْهَا جِدَارًا یُّرِیْدُ اَنْ یَّنْقَضَّ فَاَقَامَهٗ ؕ— قَالَ لَوْ شِئْتَ لَتَّخَذْتَ عَلَیْهِ اَجْرًا ۟

نو دواړه روان شول تر هغه پورې چې ورسېدل د یو کلي والا ته نو د هغوی نه ئې خوراک وغوښتلو، پس هغوی انکار وکړو چې دې دواړو ته خوراک ورکړي، او د میلمستیا حق ورله ادا کړي، نو دوی په دې کلي کې یو دیوال بیامونده چې کوږ شوی و او نږدې و چې راوغورځیږي او خراب شي، نو خضر -علیه السلام- هغه سم کړ تر دې چې نیغ برابر شو، نو موسی -علیه السلام- خضر -علیه السلام- ته وویل: که چیرته تا غوښتلی وی اخیستل د بدلې د دې په جوړولو نو اخیستلې به دې وه؛ زمونږ د اړتیا له امله، وروسته له دې چې هغوی زمونږ د میلمستیا کولو نه انکار وکړو. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 18

قَالَ هٰذَا فِرَاقُ بَیْنِیْ وَبَیْنِكَ ۚ— سَاُنَبِّئُكَ بِتَاْوِیْلِ مَا لَمْ تَسْتَطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا ۟

خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: ستا دا اعتراض زما د مزدورۍ په نه اخیستلو د دې دیوال په ودرولو ځای د بیلتون دی زما او ستا ترمنځ، زر دی چې زه به خبر کړم تا په حقیقت د هغه څه چې تا یې طاقت نه لرلو چې په هغه باندې صبر وکړې کله چې تا زه ولیدم چې ما هغه کارونه کول. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 18

اَمَّا السَّفِیْنَةُ فَكَانَتْ لِمَسٰكِیْنَ یَعْمَلُوْنَ فِی الْبَحْرِ فَاَرَدْتُّ اَنْ اَعِیْبَهَا وَكَانَ وَرَآءَهُمْ مَّلِكٌ یَّاْخُذُ كُلَّ سَفِیْنَةٍ غَصْبًا ۟

هر چې هغه کښتۍ وه چې تا په ما باندې د هغې د سوري کولو انکار وکړو؛ نو هغه د غریبانو خلکو وه چې په دریاب کې ئې پرې مزدوري کوله له هغې پرته یې بله کومه چاره نه وه، نو ما وغوښتل چې دا کښتۍ عیبناکه شي په هغه طریقه چې ما وکړه؛ تر دې چې واکدار (مسلط) نه شي په هغوی باندې هغه ظالم بادشاه چې د دوی مخې ته و او هره روغه کښتۍ به ئې په زور سره د خپلو مالکانو نه اخیستله، او هره عیبناکه کښتۍ به ئې پریښودله. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 18

وَاَمَّا الْغُلٰمُ فَكَانَ اَبَوٰهُ مُؤْمِنَیْنِ فَخَشِیْنَاۤ اَنْ یُّرْهِقَهُمَا طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ۟ۚ

او هر چې هغه ځوان هلک و کوم چې تا په ما باندې د هغه د وژلو انکار وکړ نو وو د هغه مور او پلار مومنان، او هغه د الله تعالی په علم کې کافر و، نو مونږ وویرېدلو که چیرته دا بالغ شي نو وبه غورځوي دوی دواړه لره په کفر او سر کښۍ کې د هغه(زوی) سره د زیاتې مینې له امله او یا د هغوی د زیات ضرورت د وجې نه دې ته. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 18

فَاَرَدْنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَیْرًا مِّنْهُ زَكٰوةً وَّاَقْرَبَ رُحْمًا ۟

نو مونږ وغوښتل چې بدل به ورکړي الله تعالی دوی ته بل بچی چې غوره به وي د دې نه په دین، نېک والي او په پاکوالي کې د ګناهونو نه، او د دې نه به ډیر نږدې وي په مهربانۍ کولو کې په خپل مور او پلار. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 18

وَاَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلٰمَیْنِ یَتِیْمَیْنِ فِی الْمَدِیْنَةِ وَكَانَ تَحْتَهٗ كَنْزٌ لَّهُمَا وَكَانَ اَبُوْهُمَا صَالِحًا ۚ— فَاَرَادَ رَبُّكَ اَنْ یَّبْلُغَاۤ اَشُدَّهُمَا وَیَسْتَخْرِجَا كَنْزَهُمَا ۖۗ— رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ۚ— وَمَا فَعَلْتُهٗ عَنْ اَمْرِیْ ؕ— ذٰلِكَ تَاْوِیْلُ مَا لَمْ تَسْطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا ۟ؕ۠

او هر چې هغه دیوال و کوم چې ما برابر کړ او تا په ما باندې د هغه د جوړولو انکار وکړ نو هغه د دوو ماشومانو و په هغه ښار کې چې مونږ ورته ورغلي وو حال دا چې د هغوی پلار مړ شوی و، او د دې دیوال لاندې د دې دواړو لپاره خښه شوي خزانه وه او وو پلار د دې دواړو ماشومانو نیک، نو وغوښتل رب ستا -ای موسی- چې ورسیږي دا دواړه خپلې ځوانۍ ته او غټ شي، او راوباسي دا دواړه خپل هغه خښ شوی مال د دې د لاندې نه؛ نو که چیرته دا دیوال اوس راغورځیدلی وی نو خامخا د دې دواړو مال به ښکاره شوی و او ضایع شوی به و، او وه دا کړنه مهرباني ستا د رب له طرفه په دې دواړو، او دا کارونه ما په خپل اجتهاد (خپله خوښه) نه دي کړي؛ دا و حقیقت د هغو کارونو چې طاقت نه لرلو تا په هغو باندې د صبر کولو. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 18

وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنْ ذِی الْقَرْنَیْنِ ؕ— قُلْ سَاَتْلُوْا عَلَیْكُمْ مِّنْهُ ذِكْرًا ۟ؕ

او پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- مشرکین او یهودیان د ازمیښت په ډول په باره د حال د ذو القرنین کې، ته ورته ووایه: زر دې چې بیان به کړم زه تاسې ته د هغه د احوالو نه یوه برخه د دې لپاره چې تاسې پرې عبرت او پند واخلئ. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• وجوب التأني والتثبت وعدم المبادرة إلى الحكم على الشيء.
په یو شي باندې فیصلې کولو کې صبر کول او تاکید کول او تلوار نه کول لازم دي. info

• أن الأمور تجري أحكامها على ظاهرها، وتُعَلق بها الأحكام الدنيوية في الأموال والدماء وغيرها.
د کارونو حکمونه د هغوی په ظاهر باندې جاري کیږي، او په مالونو او او وینو او نورو شیانو کې د دنیا احکام هم په دې باندې تړل کیږي. info

• يُدْفَع الشر الكبير بارتكاب الشر الصغير، ويُرَاعَى أكبر المصلحتين بتفويت أدناهما.
غټ شر به په وړوکي شر باندې دفع کیدلی شي، او د لوی مصلحت مراعت به د ورکوټي په پریښودلو سره کیدلی شي. info

• ينبغي للصاحب ألا يفارق صاحبه ويترك صحبته حتى يُعْتِبَه ويُعْذِر منه.
یو ملګري لره پکار دي چې د خپل ملګري نه جدا نه شي او د هغه ملګرتیا پرې نږدي تر دې چې هغه ملامت کړي او عذر ترې وغواړي. info

• استعمال الأدب مع الله تعالى في الألفاظ بنسبة الخير إليه وعدم نسبة الشر إليه .
په خبرو کې د الله تعالی لپاره ادبي الفاظ استعمالول داسې چې هغه ته د خیر نسبت کول او د شر نسبت ورته نه کول. info

• أن العبد الصالح يحفظه الله في نفسه وفي ذريته.
الله تعالی د نېک بنده د ځان او اولادې ساتنه کوي. info