Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão.

Número de página:close

external-link copy
46 : 18

اَلْمَالُ وَالْبَنُوْنَ زِیْنَةُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ اَمَلًا ۟

مال او اولاد د هغه څه نه دي چې د دنیا ژوند پرې ښایسته کیدلی شي، او په اخرت کې د مال هیڅ ګټه نشته مګر هغه چې د الله تعالی په رضا کې خرچ شي، او کوم عملونه او ویناګانې چې د الله تعالی خوښېږي ډیرې ښې دي په اعتبار د ثواب سره د دنیا د ټولو ډولونو او سینګارونو نه، او دا غوره د هغه څه نه دي چې انسان یې امید لري؛ ځکه چې د دنیا ښایست ختمیدونکی دی او د الله تعالی چې کوم عملونه او ویناګانې خوښیږي د هغو ثواب د الله تعالی سره پاتې کیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 18

وَیَوْمَ نُسَیِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَی الْاَرْضَ بَارِزَةً ۙ— وَّحَشَرْنٰهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ اَحَدًا ۟ۚ

او یاده کړه هغه لرې به کړو مونږ غرونه د خپلو ځایونو څخه، او وینې به ته ځمکه ښکاره د وجې د لرې کیدلو د هغه څه چې په دې باندې دي د غرونو او ونو او ابادیو څخه، او راجمع به کړو ټول مخلوقات، نو پرې به نه ږدو له دوی نه هیڅوک مګر بیرته به يې راژوندي کړو. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 18

وَعُرِضُوْا عَلٰی رَبِّكَ صَفًّا ؕ— لَقَدْ جِئْتُمُوْنَا كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؗ— بَلْ زَعَمْتُمْ اَلَّنْ نَّجْعَلَ لَكُمْ مَّوْعِدًا ۟

او پیش به کړی شي خلک ستا په رب باندې صفونه صفونه نو حساب به ورسره وکړي، او دوی ته به وویل شي: یقینا تاسې راغلي یاست مونږ ته یواځې پښیبله لغړ (بربنډ) نا سنته لکه اول ځل چې مونږ پيداکړي وئ، بلکې تاسې ګومان کاوه چې تاسې به هیڅکله بیرته راژوندي نشئ، او مونږ به هیڅکله تاسې لره وخت او ځای مقرر نه کړو چې تاسې ته پکې ستاسې په عملونو بدلې درکړو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 18

وَوُضِعَ الْكِتٰبُ فَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا فِیْهِ وَیَقُوْلُوْنَ یٰوَیْلَتَنَا مَالِ هٰذَا الْكِتٰبِ لَا یُغَادِرُ صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً اِلَّاۤ اَحْصٰىهَا ۚ— وَوَجَدُوْا مَا عَمِلُوْا حَاضِرًا ؕ— وَلَا یَظْلِمُ رَبُّكَ اَحَدًا ۟۠

او د عملنامو کتاب به کیښودل شي، نو بعضي خلک به اخیستونکي وي خپلو عملنامو لره په ښي لاس، او بعضي به اخیستونکي وي خپلو علمنامو لره په چپ لاس، او وینې به ته -ای انسانه- کافرانو لره ویریدونکي د هغه حالت نه چې دوی پکې دي؛ ځکه چې دوی پوهیږي په هغه څه چې دوی مخکې لیږلي د کفر او ګناهونو څخه، او وائې به: ای هلاکت او مصیبت زمونږه! څه وجه ده دې کتاب لره چې نه پریږدي ورکوټی او غټ زمونږ د عملونو څخه مګر ساتلی یې دي او شمیرلي یې دي، او بیا به مومي دوی هغه چې دوی کړي په ژوند دنیوي کې د ګناهونو څخه لیکل شوي ساتل شوي، او ظلم نه کوي رب ستا -ای پیغمبره- په هیچا باندې، نو سزا نه ورکوي هیچا لره بې ګناه، او نه کموي د نیکانو د بدلې نه هیڅ ثواب د هغو د نیکو عملونو. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 18

وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ اَمْرِ رَبِّهٖ ؕ— اَفَتَتَّخِذُوْنَهٗ وَذُرِّیَّتَهٗۤ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِیْ وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ ؕ— بِئْسَ لِلظّٰلِمِیْنَ بَدَلًا ۟

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ ملاېکو ته وویل: سجده وکړئ آدم -علیه السلام- ته سجده د احترام، نو سجده وکړه ټولو ملاېکو د خپل رب د امر منلو او عملي کولو د وجې نه مګر ابلیس سجده ونه کړه؛ هغه و د پیریانو د نسل نه او نه و د ملاېکو نه، نو انکار يې وکړ او لویي یې وکړه د سجدې کولو نه، نو ووته د خپل رب د تابعدارئ نه، آیا نیسئ تاسې -ای خلکو- دا ابلیس او اولاد د دې دوستان چې دوستي ورسره کوئ پغیر له ما نه او حال دا چې دوی ستاسې دښمنان دي، نو څرنګه تاسې خپل دښمنان د ځان لپاره دوستان نیسئ؟! ډیر بد دی کار د ظالمانو هغوی چې جوړوي شیطانان دوستان د ځان لپاره په بدل د دوستې د الله تعالی کې. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 18

مَاۤ اَشْهَدْتُّهُمْ خَلْقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَا خَلْقَ اَنْفُسِهِمْ ۪— وَمَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّیْنَ عَضُدًا ۟

دا کسان چې تاسې نیولي دوستان پغیر له ما نه دوی ستاسې په شان بندګان دي، ما ندي حاضر کړي دوی پیدایښت د اسمانونو او نه پیدایښت د ځمکې ته کله چې ما دا پیدا کول، بلکې دوی په دغه وخت کې بیخې وو نه، او ما نه وو حاضر کړي بعضي د دوی نه په پیدایښت د بعضو نورو کې، نو زه یواځي یم په پيدایښت او برابرولو د چارو کې، او مونږ نه یو نیوونکي ګمراهانو لره د انسي او جني شیطانانو څخه مددګاران، نو زه بې حاجته یم د مددګارانو نه. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 18

وَیَوْمَ یَقُوْلُ نَادُوْا شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ مَّوْبِقًا ۟

او یاد کړه دوی ته -ای پیغمبره- ورځ د قیامت کله چې به الله تعالی ووایي هغو کسانو ته چې هغه سره یې په دنیا کې شریکان جوړ کړي وو: راوبلئ تاسې شریکان زما هغه چې تاسې ګومان کاوه چې دوی زما شریکان دي کیدای شي دوی ستاسې سره مرسته وکړي، نو دوی هغوی راوبلل نو هغوی ئې بلنه قبوله نه کړه او مرسته یې ورسره ونکړه، او مونږ ګرځولی د عبادت کوونکو او معبودانو ترمنځ ځای د هلاکت چې ټول به پکې یوځای وي، او هغه اور د جهنم دی. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 18

وَرَاَ الْمُجْرِمُوْنَ النَّارَ فَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مُّوَاقِعُوْهَا وَلَمْ یَجِدُوْا عَنْهَا مَصْرِفًا ۟۠

او وبه ویني مشرکان اور د جهنم، نو دوی یقین وکړ پوره یقین چې دوی خامخا غورځیدونکي دي په دې اور کې، او بیا به نه مومي دوی د دې نه بل ځای چې دوی ورته وروګرځي. info
التفاسير:
Das notas do versículo nesta página:
• على العبد الإكثار من الباقيات الصالحات، وهي كل عمل صالح من قول أو فعل يبقى للآخرة.
بنده لره پکار دي چې هغه نیک کارونه زیات وکړي چې ثواب یې پاتې کیدونکی دی، دا نیک عملونه هغه غوره کړنې او ویناوې دي چې ثواب یې اخرت ته پاتې کیدونکی دی. info

• على العبد تذكر أهوال القيامة، والعمل لهذا اليوم حتى ينجو من أهواله، وينعم بجنة الله ورضوانه.
بنده باید د قیامت د ورځي سختیانی رایادې کړي، او نیک عمل کول د دې ورځې لپاره تر څو چې د دې سختیانو څخه بچ شي، او خوشحاله شي د الله تعالی په جنت او د هغه په رضایت. info

• كَرَّم الله تعالى أبانا آدم عليه السلام والجنس البشري بأجمعه بأمره الملائكة أن تسجد له في بدء الخليقة سجود تحية وتكريم.
الله تعالی ادم -علیه السلام- او انسانان ټول عزتمند کړي په امر کولو سره ملاېکو ته چې سجده ورته وکړي په اول د پیدایښت کې سجده د احترام او عزت. info

• في الآيات الحث على اتخاذ الشيطان عدوًّا.
په آیتونو کې هڅول دي دې ته چې شیطان په دښمنۍ و نیول شي. info