او په الله تعالی باندې دی بیان د نیغې لارې چې د هغه رضا ته رسیدونکې ده او هغه اسلام دی، او بعضي د لارو نه هغه د شیطان لارې دي چې کږي دي د حق نه، او هره لاره بغیر د اسلام د لارې نه چې ده نو هغه کږه لاره ده، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې تاسې ټولو ته د ایمان توفیق درکړي نو خامخا به يې درکړی وی.
هغه الله تعالی خاص هغه ذات دی چې رالیږلي يې دي په تاسو باندې د وریځو نه اوبه، ستاسو لپاره د دې اوبو نه څښاک دی چې تاسو يې ترې هم څښئ او ستاسې څاروي يې ترې هم څښي، او بعضي د دې نه هغه دي چې په دې سره ستاسې ونې او بوټي رازرغونیږي هغه چې تاسو پکې خپل څاروي څروئ.
او مسخر کړي ئې دي ستاسې لپاره هغه څه چې په ځمکه کې يې پیداکړي د هغه څه نه چې رنګونه يې مختلف دي د معدنونو او حیواناتو او نباتاتو او کښتونو څخه، یقینا په دې بیان شویو مخلوقاتو او مسخر شویو شیانو کې خامخا ښکاره دلیل دی د الله پاک په قدرت باندې د هغه قوم لپاره چې عبرت اخلي، او پدې پوهیږي چې بیشکه الله تعالی قدرت لرونکی او انعام کوونکی دی.