او ویلي دي هغو کسانو چې د الله تعالی سره یې په بندګۍ کې نور څوک شریک کړي وو: که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ یواځې د هغه بندګي وکړو، او هیڅ څوک ورسره شریک نه کړو نو مونږ به بل د هیچا بندګي نه وی کړی، نه مونږ او نه زمونږ پلرونو مخکې زمونږ څخه، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ دې هیڅ شی هم حرام نه کړو نو مونږ به نه وی حرام کړی، د دې باطل دلیل په شان پخوانیو کافرانو هم ویلي وو، نو نشته په پیغمبرانو باندې مګر رسول ښکاره د هغه څه چې دوی ته پرې امر شوی، او یقینا هغوی رسول کړي وو، او د کافرانو لپاره په تقدیر باندې عذر نیول هیڅ دلیل نه دی وروسته د دې نه چې الله تعالی دوی ته اراده او اختیار ورکړی و، او دوی ته يې پیغمبران لیږلي وو.
او قسم کړي دي دروغجن ګڼوونکو بیرته راژوندي کولو لره داسې چې مبالغه ئې کړي په خپل قسم باندې سخت او کلک دي په دې کې چې: الله تعالی بیرته نه راژوندي کوي هغه څوک چې مړه شي، بغیر له دې نه چې دوی لره دې څه دلیل وي په دې خبره، ولی نه، خامخا به الله تعالی هغه څوک بیرته راژوندي کوي چې مړه شوي، دا وعده ده په الله تعالی باندې وعده ریښتیني، خو لیکن ډیر د خلکو څخه نه پوهیږي چې بیشکه الله تعالی مړي بیرته راژوندي کوي، نو د دې وجې نه د بیرته راژوندي کولو نه انکار کوي.
او هغه کسان چې پریښودي يې دي خپل کورونه او خپلې کورنۍ او خپل مالونه او هجرت يې کړی د کفري ملک نه اسلامي ملک ته لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی وروسته د دې نه چې کافرانو ورته عذابونه ورکړي و او په دوی يې تنګسیا راوستلې وه خامخا به ورکړو مونږ دوی لره په دنیا کې داسې کور چې دوی به پکې عزتمند وي، او خامخا ثواب د اخرت ډیر لوی دی ځکه چې د هغه ثواب څخه جنت هم دی، که چیرته د هجرت نه پاتي کیدونکو ته د مهاجرینو ثواب معلوم وی نو هیڅکله به د هجرت څخه نه وی وروسته شوي.
دا هجرت کوونکي د الله تعالی په لار کې خاص همدوی هغه کسان دي چې صبر ئې کړی د خپلو قومونږ په تکلیفونو او په جداوالي د خپلو کورنیو او وطنونو، او د الله تعالی په تابعدارۍ يې صبر کړی، او خاص هم دوی یواځې په خپل رب باندې اعتماد کوي په خپلو ټولو کارونو کې، نو الله تعالی دوی ته دا لویه بدله ورکړه.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• العاقل من يعتبر ويتعظ بما حل بالضالين المكذبين كيف آل أمرهم إلى الدمار والخراب والعذاب والهلاك.
عاقل هغه څوک دی چې عبرت او پند اخلي په هغه عذاب چې په دروغجنو ګمراهانو راغلی څرنګه ورسیده د هغوی د کار عاقبت د هلاکت او خرابۍ او عذاب او هلاکت طرف ته.
• الحكمة من البعث والمعاد إظهار الله الحقَّ فيما يختلف فيه الناس من أمر البعث وكل شيء.
د بیرته راژوندي کولو او راګرځیدلو څخه حکمت دا دی چې الله تعالی حق ښکاره کوي په هغه څه کې چې خلکو پکې اختلاف کاوه.
• فضيلة الصّبر والتّوكل: أما الصّبر: فلما فيه من قهر النّفس، وأما التّوكل: فلأن فيه الثقة بالله تعالى والتعلق به.
د صبر او بروسې فضيلت، کوم چې صبر دی په هغو کې د نفس مغلوبول دي او په بروسه کې پر الله باور او له هغه سره اړيکه ده.
• جزاء المهاجرين الذين تركوا ديارهم وأموالهم وصبروا على الأذى وتوكّلوا على ربّهم، هو الموطن الأفضل، والمنزلة الحسنة، والعيشة الرّضية، والرّزق الطّيّب الوفير، والنّصر على الأعداء، والسّيادة على البلاد والعباد.
بدله د هغو مهاجرینو چې خپل کورونه او مالونه يې پریښي او په تکلیفونو باندې يې صبر کړی او په خپل رب يې توکل کړی، هغه غوره ځای د اوسیدو دی، او ښایسته مرتبه ده، او خوشحاله زندګي ده، او پراخه پاک رزق دی، او په دښمنانو کامیابي ده، او په ښارونو او بندګانو مشري ده.