او یاده کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې راپورته به کړو مونږ په هر یو امت کې پیغمبر چې ګواهي به ورکوي پر دوی باندې د هغه کفر او یا ایمان چې دوی پکې وو، دا پیغمبر د دوی د جنس نه دی، او د دوی په ژبه خبرې کوي، او رابه ولو مونږ تالره -ای پیغمبره- ګواهي کوونکی په ټولو امتونو، او مونږ نازل کړی په تا باندې قرآن لپاره د بیان د هر هغه شي چې ضرورت لري بیان ته د حلالو او حرامو او د ثواب او سزا او نورو نه، او مونږ نازل کړی دې لره لپاره د ښودنې کولو د خلکو حق طرف ته، او رحمت دی د هغه چا لپاره چې ایمان يې پرې راوړی او عمل يې په هغه څه کړی چې په دې کې دي، او زیرې دی د ایمان راوړونکو لپاره په الله تعالی باندې په هغو همیشنیو نعمتونو چې دوی يې انتظار کوي.
او که الله تعالی غوښتلی وی نو ګرځولي به يې وئ تاسې یو امت په حق باندې متفق، خو لیکن الله پاک ګمراه کوي چا لره چې وغواړي په بې لارې کولو د هغه د حق نه او د وفا کولو نه په لوظونو باندې په خپل عدل سره، او توفیق ورکوي چا لره چې وغواړي په خپل فضل او مهربانۍ سره دې کار ته، او خامخا پوښتنه به کیدلی شي ستاسې نه د قیامت په ورځ د هغه څه باره کې چې تاسې کول په دنیا کې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• للكفار الذين يصدون عن سبيل الله عذاب مضاعف بسبب إفسادهم في الدنيا بالكفر والمعصية.
د هغو کافرانو لپاره چې د الله تعالی د لارې څخه منع کول کوي څو چنده عذاب دی د دوی د فساد کولو په وجه په دنیا کې په کفر او ګناه سره.
• لا تخلو الأرض من أهل الصلاح والعلم، وهم أئمة الهدى خلفاء الأنبياء، والعلماء حفظة شرائع الأنبياء.
ځمکه هیڅکله هم د خیر او علم والاوو څخه نه خالي کیږي، او دوی د هدایت پیشواګان او د پیغمبرانو خلیفګان دي، او عالمان د پیغمبرانو د شریعتونو ساتونکي دي.
• حدّدت هذه الآيات دعائم المجتمع المسلم في الحياة الخاصة والعامة للفرد والجماعة والدولة.
دې ایتونو د اسلامي ټولنې د مضبوطوالی ستنې په نښه کړي په شخصي او اجتماعي زندګۍ کې د فرد او ډلې او دولت لپاره.
• النهي عن الرشوة وأخذ الأموال على نقض العهد.
منع د رشوت څخه او د خلکو د مالونو د اخیستلو څخه د لوظونو په ماتولو سره.