د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

د مخ نمبر:close

external-link copy
88 : 16

اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ زِدْنٰهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوْا یُفْسِدُوْنَ ۟

هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی باندې، او اړولي يې دي نور خلک د الله تعالی د لارې نه زیاتوو مونږ دوی لره عذاب -د دوی د فساد کولو او د فساد خورولو په وجه په ګمراه کولو سره بل چا لره- په هغه عذاب دپاسه چې دوی يې مستحق ګرځیدلي وو د دوی د کفر له وجې نه. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 16

وَیَوْمَ نَبْعَثُ فِیْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا عَلَیْهِمْ مِّنْ اَنْفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِیْدًا عَلٰی هٰۤؤُلَآءِ ؕ— وَنَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ تِبْیَانًا لِّكُلِّ شَیْءٍ وَّهُدًی وَّرَحْمَةً وَّبُشْرٰی لِلْمُسْلِمِیْنَ ۟۠

او یاده کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې راپورته به کړو مونږ په هر یو امت کې پیغمبر چې ګواهي به ورکوي پر دوی باندې د هغه کفر او یا ایمان چې دوی پکې وو، دا پیغمبر د دوی د جنس نه دی، او د دوی په ژبه خبرې کوي، او رابه ولو مونږ تالره -ای پیغمبره- ګواهي کوونکی په ټولو امتونو، او مونږ نازل کړی په تا باندې قرآن لپاره د بیان د هر هغه شي چې ضرورت لري بیان ته د حلالو او حرامو او د ثواب او سزا او نورو نه، او مونږ نازل کړی دې لره لپاره د ښودنې کولو د خلکو حق طرف ته، او رحمت دی د هغه چا لپاره چې ایمان يې پرې راوړی او عمل يې په هغه څه کړی چې په دې کې دي، او زیرې دی د ایمان راوړونکو لپاره په الله تعالی باندې په هغو همیشنیو نعمتونو چې دوی يې انتظار کوي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 16

اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْاِحْسَانِ وَاِیْتَآئِ ذِی الْقُرْبٰی وَیَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْیِ ۚ— یَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

یقینا الله تعالی امر کوي خپلو بندګانو ته په انصاف کولو سره داسې چې بنده د الله تعالی حقوق اداکړي او د الله د بندګانو حقوق هم ادا کړي، او په فیصلې کولو کې دې یو کس په بل کس باندې نه غوره کوي مګر په داسې یو حق سره چې ددې غوره والي مستحق ګرځي، او امر کوي په احسان کولو سره داسې چې احسان دې وکړي یوه بنده په هغه څه چې دې لره نه لازموي لکه نفلي صدقه ورکول او د ظالم نه مخ اړول، او امر کوي په ورکړي سره خپلوانو ته څه شي ته چې حاجت لري، او منع کوي د هر هغه شي نه چې بد وي، ویل د هغه لکه بده وینا، او یا بد وي کول د هغه لکه زنا، او منع کوي د هغه څه نه چې شرع يې بد ګڼي، او هغه ټول ګناهونه دي، او منع کوي د ظلم او تکبر کولو نه په خلکو باندې، پند درکوي الله تعالی تاسې ته په هغه څه چې تاسې ته يې پرې امر کړی، او په هغه څه چې تاسې يې ترې بند کړي یاست په دې ایت کې امید دی چې تاسې به عبرت واخلئ په هغه څه چې تاسې ته يې پرې پند درکړی. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 16

وَاَوْفُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ اِذَا عٰهَدْتُّمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْاَیْمَانَ بَعْدَ تَوْكِیْدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللّٰهَ عَلَیْكُمْ كَفِیْلًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟

او پوره والی کوئ په ټولو هغو لوظونو چې تاسې د الله تعالی سره کړی دي او یا مو د خلکو سره کړي دي، او مه ماتوئ قسمونه وروسته د پوخوالي د هغې نه په الله تعالی باندې په قسم خوړلو سره، او یقینا ګرځولی تاسې الله تعالی ګواهي کوونکی په تاسې باندې په پوره کولو د هغو لوظونو سره چې تاسې پرې قسمونه خوړلي، بیشکه الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې تاسې ئې کوئ، هیڅ شي په هغه باندې د دغو لوظونو نه پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکوي. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 16

وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّتِیْ نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ اَنْكَاثًا ؕ— تَتَّخِذُوْنَ اَیْمَانَكُمْ دَخَلًا بَیْنَكُمْ اَنْ تَكُوْنَ اُمَّةٌ هِیَ اَرْبٰی مِنْ اُمَّةٍ ؕ— اِنَّمَا یَبْلُوْكُمُ اللّٰهُ بِهٖ ؕ— وَلَیُبَیِّنَنَّ لَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟

او تاسې مه کیږئ په ماتولو د لوظونو سره کم عقلان، د هغې کم عقلې ښځې په شان چې د خپلو وړیو او یا مالوچو په اوبدلو به ستړې شوه، او خپل سپڼسی به ئې خه کلک کړ، بیا به یې سپړوده او داسې به يې وسپړل لکه څرنګه چې مخکې د اوبدلو نه و، نو په اوبدلو او سپړلو دواړو کې به ستړې شوه، او څه مطلب به يې حاصل نه کړ، تاسې ګرځوئ خپل قسمونه سبب د دوکې چې بعضې ستاسې نه بعضو نورو لره په دې سره دوکه کوي؛ د دې لپاره چې ستاسې ډله ستاسې د دښمن د ډلې نه ډیره او مضبوطه شي، یقینا الله تعالی په تاسې باندې امتحان کوي په پوره والي د لوظونو، چې آیا تاسې دا پوره کوئ، او که ماتوئ يې؟ او خامخا به الله تعالی بیانوي تاسې ته د قیامت په ورځ هغه څه چې تاسې پکې په دنیا کې اختلاف کواه، نو ښکاره به کړي حقدرا د باطل پرست نه، او ریښتونی د دروغجن نه. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 16

وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ یُّضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَلَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او که الله تعالی غوښتلی وی نو ګرځولي به يې وئ تاسې یو امت په حق باندې متفق، خو لیکن الله پاک ګمراه کوي چا لره چې وغواړي په بې لارې کولو د هغه د حق نه او د وفا کولو نه په لوظونو باندې په خپل عدل سره، او توفیق ورکوي چا لره چې وغواړي په خپل فضل او مهربانۍ سره دې کار ته، او خامخا پوښتنه به کیدلی شي ستاسې نه د قیامت په ورځ د هغه څه باره کې چې تاسې کول په دنیا کې. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• للكفار الذين يصدون عن سبيل الله عذاب مضاعف بسبب إفسادهم في الدنيا بالكفر والمعصية.
د هغو کافرانو لپاره چې د الله تعالی د لارې څخه منع کول کوي څو چنده عذاب دی د دوی د فساد کولو په وجه په دنیا کې په کفر او ګناه سره. info

• لا تخلو الأرض من أهل الصلاح والعلم، وهم أئمة الهدى خلفاء الأنبياء، والعلماء حفظة شرائع الأنبياء.
ځمکه هیڅکله هم د خیر او علم والاوو څخه نه خالي کیږي، او دوی د هدایت پیشواګان او د پیغمبرانو خلیفګان دي، او عالمان د پیغمبرانو د شریعتونو ساتونکي دي. info

• حدّدت هذه الآيات دعائم المجتمع المسلم في الحياة الخاصة والعامة للفرد والجماعة والدولة.
دې ایتونو د اسلامي ټولنې د مضبوطوالی ستنې په نښه کړي په شخصي او اجتماعي زندګۍ کې د فرد او ډلې او دولت لپاره. info

• النهي عن الرشوة وأخذ الأموال على نقض العهد.
منع د رشوت څخه او د خلکو د مالونو د اخیستلو څخه د لوظونو په ماتولو سره. info