د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
91 : 16

وَاَوْفُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ اِذَا عٰهَدْتُّمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْاَیْمَانَ بَعْدَ تَوْكِیْدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللّٰهَ عَلَیْكُمْ كَفِیْلًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟

او پوره والی کوئ په ټولو هغو لوظونو چې تاسې د الله تعالی سره کړی دي او یا مو د خلکو سره کړي دي، او مه ماتوئ قسمونه وروسته د پوخوالي د هغې نه په الله تعالی باندې په قسم خوړلو سره، او یقینا ګرځولی تاسې الله تعالی ګواهي کوونکی په تاسې باندې په پوره کولو د هغو لوظونو سره چې تاسې پرې قسمونه خوړلي، بیشکه الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې تاسې ئې کوئ، هیڅ شي په هغه باندې د دغو لوظونو نه پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکوي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• للكفار الذين يصدون عن سبيل الله عذاب مضاعف بسبب إفسادهم في الدنيا بالكفر والمعصية.
د هغو کافرانو لپاره چې د الله تعالی د لارې څخه منع کول کوي څو چنده عذاب دی د دوی د فساد کولو په وجه په دنیا کې په کفر او ګناه سره. info

• لا تخلو الأرض من أهل الصلاح والعلم، وهم أئمة الهدى خلفاء الأنبياء، والعلماء حفظة شرائع الأنبياء.
ځمکه هیڅکله هم د خیر او علم والاوو څخه نه خالي کیږي، او دوی د هدایت پیشواګان او د پیغمبرانو خلیفګان دي، او عالمان د پیغمبرانو د شریعتونو ساتونکي دي. info

• حدّدت هذه الآيات دعائم المجتمع المسلم في الحياة الخاصة والعامة للفرد والجماعة والدولة.
دې ایتونو د اسلامي ټولنې د مضبوطوالی ستنې په نښه کړي په شخصي او اجتماعي زندګۍ کې د فرد او ډلې او دولت لپاره. info

• النهي عن الرشوة وأخذ الأموال على نقض العهد.
منع د رشوت څخه او د خلکو د مالونو د اخیستلو څخه د لوظونو په ماتولو سره. info