او الله تعالی جوړ کړي تاسې لره د ونو او ابادیو نه هغه څه چې تاسې پرې سیوری حاصلوئ د ګرمۍ نه، او جوړ کړي ئې دي تاسې لره د غرونو نه سمڅې او غارونه چې تاسې پکې پټیږئ د یخنۍ او ګرمۍ او د دښمن نه، او جوړکړي يې دي تاسې لره کمیسونه او جامې د مالوچو او نورو شیانو نه چې ستاسې نه ګرمي او یخني بچ کوي او تاسې لره زغرې جوړې کړي چې د یو بل نه مو د جنګ په وخت کې ساتي، نو اسلحه ستاسې بدنونو ته نه دررسیږي، لکه څرنګه چې الله تعالی په تاسې د پخوا نه نعمتونه کړي همداسې پوره کوي په تاسې باندې نعمتونه خپل، امید دی چې تاسې یواځې الله تعالی ته غاړه کیږدئ، او د هغه سره هیڅ شی هم شریک نه کړئ.
نو که چیرته دې خلکو مخ واړاوه د ایمان راوړلو نه او د ریښتیا ګڼلو د هغه څه نه چې تا پرې راتګ کړی نو ندي په تا باندې -ای پیغمبره- مګر رسول د هغه څه چې تا ته يې په رسولو امر شوی رسول ښکاره، او نشته په تا باندې ذمه واري د هغو د هدایت کولو.
او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې الله تعالی به د هر امت نه د هغوی پیغمبر راپاڅوي کوم چې دوی ته لیږل شوي وو ګواهي به کوي په ایمان د مومنانو د دوی نه او په کفر د کافرانو د دوی نه، بیا وروسته د دې نه به کافرانو ته د بهانې کولو اجازه نه شي ورکول کیدلی د هغه کفر نه چې دوی پکې وو، او دنیا ته به هم نشي ورګرځیدلی چې داسې عملونه وکړي چې د دوی رب ترې راضي شي، نو پس اخرت کور د حساب دی نه د عمل کولو.
او تسلیم به شي مشرکین، او یواځي الله تعالی به ته غاړه کیږدي، او ورک شو د دوی نه هغه دروغ چې دوی جوړول د دې دعوي نه چې ګویا کې د دوی بتان دوی لره د الله تعالی په وړاندې سپارښت کوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• دلت الآيات على جواز الانتفاع بالأصواف والأوبار والأشعار على كل حال، ومنها استخدامها في البيوت والأثاث.
آیتونه دلالت کوي په جواز د فایدې اخیستلو په وړۍ او پشمونو او ويښتانو باندې په هر شکل، او د هغې نه استعمال د هغې دی په کورونو او سامان الاتو کې.
• كثرة النعم من الأسباب الجالبة من العباد مزيد الشكر، والثناء بها على الله تعالى.
ډیر نعمتونه د جلبوونکو سببونو څخه دي، د بندګانو نه د زیات شكر ایستلو، او جلبوونکي دي د ثنا ویلو په الله تعالی باندې.
• الشهيد الذي يشهد على كل أمة هو أزكى الشهداء وأعدلهم، وهم الرسل الذين إذا شهدوا تمّ الحكم على أقوامهم.
ګواه چې پر هر امت به شاهدي وايي، هغه تر شاهدانو پاک او عادل به يې وي، هغوی هغه رسولان دي چې کله شاهدي ورکړي پر وينا به يې پرېکړه بشپړه شي.
• في قوله تعالى: ﴿وَسَرَابِيلَ تَقِيكُم بِأْسَكُمْ﴾ دليل على اتخاذ العباد عدّة الجهاد؛ ليستعينوا بها على قتال الأعداء.
د الله تعالی په دې وینا کې: [وسرابیل تقیکم بأسکم] کې دلیل دی په رانیولو د بندګانو د جهاد سامان الاتو لره، د دې لپاره چې د دښمن په مقابل کې یې پر مټ وجنګیږي.