وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ بُیُوْتِكُمْ سَكَنًا وَّجَعَلَ لَكُمْ مِّنْ جُلُوْدِ الْاَنْعَامِ بُیُوْتًا تَسْتَخِفُّوْنَهَا یَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَیَوْمَ اِقَامَتِكُمْ ۙ— وَمِنْ اَصْوَافِهَا وَاَوْبَارِهَا وَاَشْعَارِهَاۤ اَثَاثًا وَّمَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ ۟
او الله پاک ګرځولي تاسې لره ستاسې د کورونو نه هغه چې تاسې يې جوړوئ د ګټو (تیږو) او نورو شیانو نه ځای د ارامتیا او راحت، او جوړ کړي یې دي تاسې لره د څرمنو د اوښانو او غواګانو او ګډو نه خیمې او چترونه په صحراګانو کې لکه د ښار د کورونو په شان، سپک دي تاسې ته بارول د هغې ستاسې په سفرونو کې بل ځای ته، او اسان دي لږول د هغې ستاسې د پړاو اچولو (تم کیدلو په) وخت کې، او جوړکړي يې دي تاسې لره د ګډو د وړیو نه، او د اوښانو د پشمونو نه، او د بیزو د ویښتانو نه سامان ستاسې د کورونو لپاره او جامې او د ځان د پټولو شیان چې تاسې پرې فایدې اخلئ تر مقررې نیټې پورې.
التفاسير: