Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango.

Tonngoode hello ngoo:close

external-link copy
7 : 16

وَتَحْمِلُ اَثْقَالَكُمْ اِلٰی بَلَدٍ لَّمْ تَكُوْنُوْا بٰلِغِیْهِ اِلَّا بِشِقِّ الْاَنْفُسِ ؕ— اِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ

او پورته کوي دا څاروي چې مونږ تاسو لره پیداکړي درانه بارونه ستاسې په سفرونو کې داسې ښارونو ته چې نه یاستئ تاسې رسیدونکي دغو ښارونو ته مګر په ډیر لوی مشقت د نفسونو سره، بیشکه رب ستاسې -ای خلکو- خامخا زیات شفقت والا دی، مهربانه دی په تاسې داسې چې تاسو لره يې دا څاروي مسخر کړي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 16

وَّالْخَیْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِیْرَ لِتَرْكَبُوْهَا وَزِیْنَةً ؕ— وَیَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

او الله تعالی پیدا کړي ستاسې لپاره آسونه او قچرې او خره د دې لپاره چې په دوی باندې سپاره شئ، او خپل بارونه پرې پورته کړئ، او د دې لپاره چې ستاسو لپاره ښایست شي چې تاسې پرې د خلکو په منځ کې ځانونه ښایسته کوئ، او پیداکوي الله تعالی هغه چې تاسو يې نه پیژنئ د هغه څه نه چې هغه يې د پیدایښت اراده ولري. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 16

وَعَلَی اللّٰهِ قَصْدُ السَّبِیْلِ وَمِنْهَا جَآىِٕرٌ ؕ— وَلَوْ شَآءَ لَهَدٰىكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟۠

او په الله تعالی باندې دی بیان د نیغې لارې چې د هغه رضا ته رسیدونکې ده او هغه اسلام دی، او بعضي د لارو نه هغه د شیطان لارې دي چې کږي دي د حق نه، او هره لاره بغیر د اسلام د لارې نه چې ده نو هغه کږه لاره ده، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې تاسې ټولو ته د ایمان توفیق درکړي نو خامخا به يې درکړی وی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 16

هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً لَّكُمْ مِّنْهُ شَرَابٌ وَّمِنْهُ شَجَرٌ فِیْهِ تُسِیْمُوْنَ ۟

هغه الله تعالی خاص هغه ذات دی چې رالیږلي يې دي په تاسو باندې د وریځو نه اوبه، ستاسو لپاره د دې اوبو نه څښاک دی چې تاسو يې ترې هم څښئ او ستاسې څاروي يې ترې هم څښي، او بعضي د دې نه هغه دي چې په دې سره ستاسې ونې او بوټي رازرغونیږي هغه چې تاسو پکې خپل څاروي څروئ. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 16

یُنْۢبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّیْتُوْنَ وَالنَّخِیْلَ وَالْاَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟

الله تعالی رازرغونوي تاسو لره په دې اوبو سره فصلونه هغه چې تاسو د هغه نه خوراکونه کوئ، او تاسې لره رازرغونوي په دې سره زیتون، خرما او انګور، او رازرغونوي تاسې لره ټولې میوې، یقینا په دې اوبو کې او د دې نه چې څه راپیداکیږي خامخا دلیل دی په قدرت د الله تعالی باندې د هغه قوم لپاره چې د دې په پيدایښت کې فکر کوي، نو په دې سره د هغه په عظمت او لويي باندې دلیل نیسي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 16

وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ۙ— وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— وَالنُّجُوْمُ مُسَخَّرٰتٌ بِاَمْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟ۙ

او مسخر کړی الله تعالی تاسې لره شپه د دې لپاره چې په هغې کې استراحت او ارام وکړئ، او ورځ يې درله مسخر کړې چې تاسو په دې کې هغه څه وکړئ چې تاسې پرې زندګي کوئ، او مسخر کړی يې دی ستاسې د فایدې لپاره لمر، او هغه يې د ډیرې رڼا والا ګرځولی، او سپوږمۍ يې هم او هغه ئې د لږې رڼا والا ګرځولی، او ستوري هم ټول تابع کړی شوي د هغه په امر قدري، په دې سره تاسو لار معلوموئ په تیارو د وچې او دریاب کې، او په دې سره تاسې وختونه معلوموئ او نورې فایدې پرې هم اخلئ، یقینا د دې ټولو مخلوقاتو په مسخر کولو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي د الله تعالی په قدرت باندې د هغه قوم لپاره چې د خپلو عقلونو نه کار اخلي، نو خاص دوی هغه کسان دي چې په دې حکمت باندې پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 16

وَمَا ذَرَاَ لَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُخْتَلِفًا اَلْوَانُهٗ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّذَّكَّرُوْنَ ۟

او مسخر کړي ئې دي ستاسې لپاره هغه څه چې په ځمکه کې يې پیداکړي د هغه څه نه چې رنګونه يې مختلف دي د معدنونو او حیواناتو او نباتاتو او کښتونو څخه، یقینا په دې بیان شویو مخلوقاتو او مسخر شویو شیانو کې خامخا ښکاره دلیل دی د الله پاک په قدرت باندې د هغه قوم لپاره چې عبرت اخلي، او پدې پوهیږي چې بیشکه الله تعالی قدرت لرونکی او انعام کوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 16

وَهُوَ الَّذِیْ سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَاْكُلُوْا مِنْهُ لَحْمًا طَرِیًّا وَّتَسْتَخْرِجُوْا مِنْهُ حِلْیَةً تَلْبَسُوْنَهَا ۚ— وَتَرَی الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِیْهِ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او هغه الله پاک داسې ذات دی چې تابع کړی يې دی ستاسو لپاره دریاب، نو تاسو ته يې توفیق درکړی په هغه کې د سورلئ کولو او د راویستلو د هغه څه چې په دې کې دي؛ د دې لپاره چې وخورئ تاسې د هغو ماهیانو څخه چې تاسو يې ښکار کوئ غوښه تازه او نرمه، او راوباسئ د دې نه اسباب د ښایست چې تاسو يې هم اغوندئ او ستاسې زنانه يې هم اغوندي لکه د ملغلرې، او وینې ته کښتۍ چې د دریاب چپي څیروي، او تاسې په دې کښتیو کې سپریږئ لپاره د لټولو د مهربانۍ د الله تعالی چې د سوداګرۍ د ګټې نه په لاس راځي، او امید دی چې تاسې به د الله تعالی د نعمتونو شکر ادا کړئ، او یواځې د هغه به بندګي وکړئ. info
التفاسير:
Ina jeyaa e nafoore aayeeje ɗee e ngol hello:
• من عظمة الله أنه يخلق ما لا يعلمه جميع البشر في كل حين يريد سبحانه.
د الله تعالی د لويی څخه دا دي چې داسې شیان پیداکوي په هر وخت کې چې يې وغواړي چې انسانان پرې نه پوهیږي. info

• خلق الله النجوم لزينة السماء، والهداية في ظلمات البر والبحر، ومعرفة الأوقات وحساب الأزمنة.
الله تعالی ستوري پیداکړي د اسمان د ښایست لپاره، او د خلکو د لارښودنې لپاره په تیارو د وچې او لمدې کې، او لپاره د پیژندلو د وختونو او د زمانې د حسابونو. info

• الثناء والشكر على الله الذي أنعم علينا بما يصلح حياتنا ويعيننا على أفضل معيشة.
شکر ویستل او ثناء ویل په هغه الله تعالی باندې چې په مونږ ئې انعامات کړي په داسې څه سره چې زمونږ زندګي پرې برابریږي او زمونږ سره مدد کوي په ښه زندګۍ تیرولو. info

• الله سبحانه أنعم علينا بتسخير البحر لتناول اللحوم (الأسماك)، واستخراج اللؤلؤ والمرجان، وللركوب، والتجارة، وغير ذلك من المصالح والمنافع.
الله پاک پر موږ د درياب په اېل کولو سره پېرزوينه کړې ده، د کبانو د غوښو په ترلاسه کولو او ملغلرو او مرجان په را اېستلو، سپرلۍ، سوداګرۍ او داسې نورو مصلحتونو او ګټو سره. info