وَهُوَ الَّذِیْ سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَاْكُلُوْا مِنْهُ لَحْمًا طَرِیًّا وَّتَسْتَخْرِجُوْا مِنْهُ حِلْیَةً تَلْبَسُوْنَهَا ۚ— وَتَرَی الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِیْهِ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او هغه الله پاک داسې ذات دی چې تابع کړی يې دی ستاسو لپاره دریاب، نو تاسو ته يې توفیق درکړی په هغه کې د سورلئ کولو او د راویستلو د هغه څه چې په دې کې دي؛ د دې لپاره چې وخورئ تاسې د هغو ماهیانو څخه چې تاسو يې ښکار کوئ غوښه تازه او نرمه، او راوباسئ د دې نه اسباب د ښایست چې تاسو يې هم اغوندئ او ستاسې زنانه يې هم اغوندي لکه د ملغلرې، او وینې ته کښتۍ چې د دریاب چپي څیروي، او تاسې په دې کښتیو کې سپریږئ لپاره د لټولو د مهربانۍ د الله تعالی چې د سوداګرۍ د ګټې نه په لاس راځي، او امید دی چې تاسې به د الله تعالی د نعمتونو شکر ادا کړئ، او یواځې د هغه به بندګي وکړئ.
التفاسير: