بېشکه الله پر خپلو بندګانو له ظلم کولو پاک دی، هغه يوه ذره ظلم هم نه پرې کوي، خو هغوی داسې کسان دي چې د تباهۍ ځايونو ته په ورښکته کولو پر خپلو ځانو ظلم کوي، د باطل، لويۍ او ضد په موخه د تعصب له امله.
ای رسوله! يا به تاته ستا له مرګ مخکې ځينې هغه سزا در وښيو چې له هغوی سره مو يې ژمنه کړې وه يا به دې مخکې له دې واخلو(مړکړو)، په دغه دواړو حالتونو کې د قيامت په ورځ د هغوی موږ ته راګرځېدل دي، بيا الله لیدونکی دی د هغه څه چې هغوی کول، له هغه څه پټ نه دي او ژر به هغوی ته پر کړنو يې سزا ورکړي.
له مخکينيو امتونو څخه هر امت لره رسول و چې ورته لېږل شوی و، کله يې چې هغوی ته هغه څه ورسول چې د رسولو امر ورته شوی و، هغوی درواغجن وګاڼه، د هغوی او رسول ترمنځ يې په عدل پرېکړه وشوه؛ نو الله په خپله پېرزوينه رسول وژغوره او امت يې د عدالت له مخې تباه کړ او پر هغوی د کړنو له بدلې يې هيڅ ظلم نه کيږي.
ای رسوله! ورته ووايه: زه خپل ځانته د کوم زيان واک نلرم چې زيان ور ورسوم او نه يې ترې مخه نيولی شم، نه د کومې ګټې چې ګټه ور ورسوم؛ نو څنګه به له ځان پرته بل ته د ګټې او يا د هغه د زيان واک ولرم؟ خو دا چې الله له دغه څه وغواړي؛ نو څنګه به زه پر پټو پوه شم؟ له امتونو د هر هغه امت لپاره چې الله يې د تباهۍ ژمنه کړې ده د هغوی د تباهي يو ټاکلی وخت دی، يوازې الله پرې پوهيږي، کله يې چې د تباهۍ وخت راشي، له هغه به هيڅ وخت وروسته نشي او نه به مخکې شي.
ای رسوله! دغو د سزا په بيړه غوښتونکو ته ووايه: ماته خبر اکړئ که چېرې د الله سزا د شپې يا ورځې په هر وخت کې در باندې راشي، کوم څه دي چې تاسو يې له سزا په بيړه غواړئ؟!
ای پېغمبره! مشرکان به له تا د خبر غوښتنه کوي: آيا دغه سزا چې زموږ سره يې ژمنه شوې ده حق ده؟ ورته ووايه: هو، بېشکه په الله قسم هغه حق ده او تاسو له هغې تېښته کوونکي نه ياست.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الإنسان هو الذي يورد نفسه موارد الهلاك، فالله مُنَزَّه عن الظلم.
انسان په خپله ځان د تباهۍ ځايونوته ور ښکته کوي، الله له ظلم څخه پاک دی.
• مهمة الرسول هي التبليغ للمرسل إليهم، والله يتولى حسابهم وعقابهم بحكمته، فقد يعجله في حياة الرسول أو يؤخره بعد وفاته.
د رسول دنده هغه چاته بلنه ورکول دي چې ور لېږل شوی وي، الله يې په خپل حکمت سره د حساب او سزا څښتن دی، کله د رسول په ژوند کې سزا ورکوي او کله د هغه له مړينې وروسته.
• النفع والضر بيد الله عز وجل، فلا أحد من الخلق يملك لنفسه أو لغيره ضرًّا ولا نفعًا.
ګټه او زيان د الله عز وجل په لاس کې دي، له مخلوق هيڅوک د ځان يا بل چا لپاره نه د زيان او نه هم د ګټې واک لري.