هلته به يې هغه معبودان چې هغوی یې له الله پرته عبادت کړی و ترې بېزاره شي وايي به: الله شاهد دی او هغه بسنه کوي چې موږ ستاسو په عبادت خوښ نه وو، نه مو تاسو ته پرې امر کړی و او نه موږ ستاسو عبادت احساس کړی دی.
په دغه لوی ځای کې به له هر چا څخه د هغه کار ازموينه اخېستل کيږي چې په دنيا کې يې ترسره کړی دی، مشرکان به خپل هغه حق پالونکي الله ته ور وګرځول شي چې د هغوی حساب يې په لاس کې دی او له هغوی به يې هغه د بوتانو سپارښت ولاړ شي چې له ځانه يې جوړولو.
ای رسوله! ووايه دغه پر الله شرک کوونکو ته: څوک د آسمان له لوري پر تاسو د باران په اورولو روزي درکوي؟ او څوک له ځمکې روزي درکوي چې شنې ګياوې پکې را شنې کوي او هغه خزانې درکوي چې ځمکه پرې مشتمله ده؟ څوک ژوندی له مړي راباسي لکه انسان له نطفې څخه، مرغه له هګۍ څخه، څوک مړی له ژوندي راباسي لکه نطفه له حيوان څخه، هګۍ له مرغه څخه؟ څوک د آسمانونو، ځمکې او کوم مخلوقات چې پکې دي تدبير نيسي؟؛نو ژر به هغوی ځواب ووايي چې د دغو ټولو کوونکی الله دی، هغوی ته ووايه: آيا پر دغه نه پوهېږئ او له الله نه وېرېږئ د هغه د امرونو پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره؟!.
ای خلکو! دا هغه ذات چې دغه ټول کوي هغه الله حق ستاسو پيداکوونکی دی، ستاسو د چارو تدبير کوونکی دی، د حق له پېژندنې وروسته له لرې والي او ضايع کولو پرته بل څه دي؟؛ نو عقلونه مو له دغه څرګند حقه چېرې تللي دي؟!.
لکه څنګه چې په حقه ربوبيت يوازې الله ته ثابت شو، ای رسوله! ستا د پالونکي د تقدير وينا همداسې پر هغو خلکو ثابته شوه چې له حق څخه د ضد له امله وتلي دي چې هغوی ايمان نه راوړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أعظم نعيم يُرَغَّب به المؤمن هو النظر إلى وجه الله تعالى.
تر ټولو لوی نعمت چې مؤمنان ورته هڅول کيږي هغه د الله مخ ته کتل دي.
• بيان قدرة الله، وأنه على كل شيء قدير.
د الله د ځواک بيان او دا چې هغه پر هرڅه ځواکمن دی.
• التوحيد في الربوبية والإشراك في الإلهية باطل، فلا بد من توحيدهما معًا.