الله حق ثابتوي او په خپلو تقدیري کلماتو او له شرعي کلماتو څخه په حجتونو او برهانونو ځای ورکوي، که څه هم دغه کار د فرعون له پېروانو ګناهګاره کافرانو ته ښه نه ښکاري.
قوم د مخ اړولو ټينګه اراد ه کړې وه؛ نو موسی عليه السلام سره له دې چې له څرګندو نښانو او ښکاره حجتونو سره راغلی و، چا رېښتينی ونه ګاڼه پرته د هغه د قوم بنواسرائيلو له يو څو ځوانانو څخه، چې هغوی هم له فرعون او د هغه د قوم له لويانو له خپل ايمانه د اړولو وېره لرله ځکه هغوی ته يې سزا ورڅکله که د هغوی حال ورته ښکاره شوی و، بېشکه فرعون لويي کوونکی پر مصر او د هغو پر اوسېدونکو واکمن دی او هغه بني اسرائيلو ته په کفر، وژنه او سزا ورکولو کې له بريده اوښتونکو څخه دی.
موسی عليه السلام خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که مو پر الله حق ايمان راوړی وي؛ نو يوازې پر هغه باور وکړئ که تاسو مسلمانان ياستئ، پر الله بروسه له تاسو د بدۍ مخه نيسي او خير درته راجلبوي.
موسی عليه السلام ته يې ځواب ورکړ ويې ويل: يوازې پر الله مو بروسه کړې ده، ای زموږ پالونکيه پر موږ ظالمان مه واکمن کوه، چې د دين په اړه مو په فتنه کې واچوي په سزا راکولو، وژلو او له دين څخه په اړولو.
او موسی او د هغه ورور هارون عليهما السلام ته مو وحي وکړه، چې تاسو دواړه مو د قوم لپاره په مصر کې یو ټاکلی کور د الله د عبادت لپاره وګرځوئ، او خپل کورونه مو د قبلې بيت المقدس لوري ته وګرځوئ او بشپړ لمونځ وکړئ، او ای موسی! مؤمنان د الله پر هغه مرسته او تاييد او د هغوی د دښمن پر تباهۍ او په ځمکه کې يې پر ځای ناستي کېدو خبر کړه چې هغوی خوشحالوي.
موسی عليه السلام وويل: ای زموږ پالونکيه! بېشکه تا فرعون او د هغه له قومه اشرافو ته د دنیا ښکلا او زينت ورکړي دي او هغوی ته دې د دغې دنيا په ژوند کې مالونه ورکړي دي، هغوی ستا په ورکړه ستا شکر نه دی اېستلی، بلکې پر هغو مالونو يې ستا له لارې د لارورکۍ مرسته غوښتې ده، ای زموږ پالونکيه مالونه يې ختم کړه او له منځه يې يوسه، زړونه يې سخت کړه، چې ايمان را نه وړي مګر کله چې دردوونکې سزا وويني چې هغه مهال يې ايمان راوړل ګټه نه ورته رسوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الثقة بالله وبنصره والتوكل عليه ينبغي أن تكون من صفات المؤمن القوي.
پر الله او د هغه پر مرسته باور لرل او پر هغه بروسه کول په کار دي چې د پياوړي مؤمن له صفاتو څخه وي.
• بيان أهمية الدعاء، وأنه من صفات المتوكلين.
د دعا د اهميت بيان او دا چې دعا د بروسه کوونکو له صفاتو څخه ده.
• تأكيد أهمية الصلاة ووجوب إقامتها في كل الرسالات السماوية وفي كل الأحوال.
د لمانځه پر اهميت ټينګار او په ټولو اسماني رسالتونو او حالتونو کې يې د بشپړ اداکولو وجوب.