الله وايي: ستاسو دواړو دعا مې قبوله کړه ای موسی او هارونه! د فرعون او د هغه د قوم د اشرافو پر خلاف؛ نو پر خپل دين مو ثابت اوسئ او له هغه د هغو ناپوهانو لارې ته مه اوړئ چې د حق په لاره نه پوهيږي.
آيا اوس ايمان راوړې وروسته له ژونده د ناهيله کېدوڅخه؟! حال دا چې ای فرعونه! تا د سزا له راتلو مخکې له الله سرغړونه کړې ده پر هغه د کفر او د هغه له لارې د راګرځولو له امله او ته له ورانکارو څخه وې د ځان په لارورکۍ کې او د نورو په لارورکولو کې.
نو نن دې ای فرعونه! له دريابه راباسو، په لوړه زمکه دې ګرځوو ترڅو هغه څوک درڅخه پند واخلي چې له تا وروسته راځي او بېشکه ډېری له خلکو زموږ له حجتونو او زموږ د قدرت له دلايلو بې خبره دي په هغو کې فکر نه کوي.
او له هغو کسانو مه کېږه چې د الله حجتونه اوبرهانونه يې درواغ ګڼلي، چې پر دغه کار به له هغو زيانمنو څخه شې چې ځانونه يې د خپل کفر له امله د تباهۍ ځايونو ته ور اچولي دي، دغه ټول وېرول د شک او درواغ ګنلو د خطر بيانولو لپاره دي، که نه نبي معصوم دی چې له هغه دې دغه څه صادر شي.