کله چې پر هغوی د الله پر يو والي دلالت کوونکي څرګند قراني آيتونه لوستل کيږي، له بېرته راپورته کېدو څخه هغه نټه کوونکي چې د ثواب هيله نلري او نه له سزا وېريږي وايي: ای محمده! له دغه قرآن چې د بوتانو پر ښګنځلو مشتمل دی پرته بل قرآن راوړه او يا د ځينو برخو يا ټول قرآن په نسخه کولو بدلون پکې راوله چې زموږ له غوښتنو سره سم وي، ورته ووايه: ای رسوله! دا سمه خبر نه ده چې زه يې بدل کړم او نه تر دې بل ښه راوړلی شم، بلکې يوازې الله هغه ذات دی چې څه وغواړي ترې بدلوي يې، زه يوازې د هغه څه پيروي کوم چې الله يې راته وحي کوي، بېشکه زه د لويې ورځې چې هغه د قيامت ورځ ده، له سزا وېرېږم که مې له الله سرغړونه وکړه ستاسو د خبرو په منلو کې چې تاسو يې غواړئ.
ووايه ای رسوله:! که چېرې الله وغواړي چې زه پرتاسو قرآن ونه لولم؛ نو نه به مې وای لوستلی او نه به مې وای تاسو ته رسولی، که الله وغواړي تاسو به يې زما په ژبه پر قرآن نه وای خبر کړي، ستاسو په منځ کې مې اوږده موده تېره کړه چې څلوېښت کلونه وو، نه لوستل کولی شم او نه ليکل، نه دا ډول حالت غواړم او نه يې پلټنه کوم؛ نو آيا په عقلونو مو دا نشئ درک کولئ چې ما تاسوته کوم څه راوړي هغه د الله له لوري دي، په هغو کې زما هيڅ واک نشته؟!.
له هغه چا لوی ظالم نشته چې پر الله درواغ تړي؛ نو زما لپاره به څنګه وي چې قرآن بدل کړم پر هغه د درواغ تړلو له امله، بېشکه حال دادی چې د الله له پولو اوښتونکي پر هغه د درواغ تړلو له امله په خپله غوښتنه کې نشي بريالي کېدلی.