بلکې دغه مشرکان به وايي: محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړ کړی دی او الله ته يې نسبت کړی دی، ای رسوله! هغوی ته په ځواب ورکولو ووايه: که چېرې ما له ځانه راوړی وي زه ستاسو غوندې يو انسان يم؛ نو تاسو هم د هغه غوندې يو سورت راوړئ او څوک چې د خپل ملاتړ لپاره را بللی شئ را ويې بولئ که چېرې تاسو په دغه دعوی کې رېښتيني واست چې قرآن درواغ له ځانه جوړکړل شوی دی، هيڅکله به د دغه توان ونلرئ، ستاسو توان نلرل حال دا چې د ژبې او فصاحت څښتنان ياست؛ دليل دی پر دې چې قرآن د الله له لوري نازل کړل شوی دی.
له مشرکانو به ځينې پر قرآن مخکې له مړينې يې ايمان راوړي، ځينې به يې د ضد او لويۍ له امله پرې ايمان را نه وړي تردې چې مړه به شي، ای رسوله! ستا پالونکی پر هغو خلکو چې پر خپل کفر ټينګار کوي تر ټولو ډېر پوه دی او ژر به هغوی ته پر کفر يې سزا ورکړي.