Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz

Lambar shafi:close

external-link copy
80 : 16

وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ بُیُوْتِكُمْ سَكَنًا وَّجَعَلَ لَكُمْ مِّنْ جُلُوْدِ الْاَنْعَامِ بُیُوْتًا تَسْتَخِفُّوْنَهَا یَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَیَوْمَ اِقَامَتِكُمْ ۙ— وَمِنْ اَصْوَافِهَا وَاَوْبَارِهَا وَاَشْعَارِهَاۤ اَثَاثًا وَّمَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ ۟

او الله دی چې تاسې ته يې ستاسې کورونه دمه ځای ګرځولي او دڅارویو له پوستکو نه يې داسې کورونه درکړل چې د سفر او دمې په دواړو حالاتو کې يې سپک مومئ او د هغوی له وړیو، پشمونو او وژغنو څخه يې ډیر وسایل او اسباب درکړي چې د ژ،ند تر یوې ټاکلې مودې ترې ګټه واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 16

وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّمَّا خَلَقَ ظِلٰلًا وَّجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْجِبَالِ اَكْنَانًا وَّجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِیْلَ تَقِیْكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِیْلَ تَقِیْكُمْ بَاْسَكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ یُتِمُّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُوْنَ ۟

او الله له هغه څيزونو څخه چې پیدا کړي يې دي تاسې ته سیوری برابر کړی. او په غرونو کې يې پناه ګاوې در په برخه کړي او پوښاکونه يې درکړي چې له ګرمیو مو وژغوري. او داسې پوښاک يې هم درکړی چې د جنګ په اوږدو کې ستاسې ژغورنه کوي. په همدې توګه الله خپل نعمتونه در پوره کوي تر څو تاسې منونکي شئ. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 16

فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

ای محمده! که هغوی مخ اړوي باک پرې مه لره ځکه ستا دنده په ښه شان رسول دي او بس. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 16

یَعْرِفُوْنَ نِعْمَتَ اللّٰهِ ثُمَّ یُنْكِرُوْنَهَا وَاَكْثَرُهُمُ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠

هغوی د الله نعمتونه ښه پيژني خو بیا هم انکار ترې کوي او ډير خلک حق منلو ته تیار نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 16

وَیَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا ثُمَّ لَا یُؤْذَنُ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟

او په هغه ورځ چې مونږ له هر امت نه یو شاهد راپاڅوو نو بیا به کافرانو ته نه مهلت ورکول کیږي او نه به له هغوی نه د رب د راضي کولو غوښتنه کولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 16

وَاِذَا رَاَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوا الْعَذَابَ فَلَا یُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟

او ظالمان چې عذاب وګوري نو بیا به يې عذاب نه کمیږي او نه به مهلت ورکاوه شي. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 16

وَاِذَا رَاَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا شُرَكَآءَهُمْ قَالُوْا رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ شُرَكَآؤُنَا الَّذِیْنَ كُنَّا نَدْعُوْا مِنْ دُوْنِكَ ۚ— فَاَلْقَوْا اِلَیْهِمُ الْقَوْلَ اِنَّكُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟ۚ

او کله هم چې مشرکان خپل انګیرلي شریکان وویني نو وبه وايې: ای زمونږ ربه! دا همغه دي چې مونږ به له تا نه پرته رابلل. خو معبودان به يې خبره ورځواب کړي چې : تاسې درواغجن یاست. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 16

وَاَلْقَوْا اِلَی اللّٰهِ یَوْمَىِٕذِ ١لسَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟

په نن ورځ به هغوی ټول د الله په وړاندې غاړه کیږدي او هغه درواغ به ترې ورک شي چې په دنیا کې به يې جوړول. info
التفاسير: