او الله دی چې تاسې ته يې ستاسې کورونه دمه ځای ګرځولي او دڅارویو له پوستکو نه يې داسې کورونه درکړل چې د سفر او دمې په دواړو حالاتو کې يې سپک مومئ او د هغوی له وړیو، پشمونو او وژغنو څخه يې ډیر وسایل او اسباب درکړي چې د ژ،ند تر یوې ټاکلې مودې ترې ګټه واخلئ.
او الله له هغه څيزونو څخه چې پیدا کړي يې دي تاسې ته سیوری برابر کړی. او په غرونو کې يې پناه ګاوې در په برخه کړي او پوښاکونه يې درکړي چې له ګرمیو مو وژغوري. او داسې پوښاک يې هم درکړی چې د جنګ په اوږدو کې ستاسې ژغورنه کوي. په همدې توګه الله خپل نعمتونه در پوره کوي تر څو تاسې منونکي شئ.
او کله هم چې مشرکان خپل انګیرلي شریکان وویني نو وبه وايې: ای زمونږ ربه! دا همغه دي چې مونږ به له تا نه پرته رابلل. خو معبودان به يې خبره ورځواب کړي چې : تاسې درواغجن یاست.