او دا الله دی چې له بره نه یې اوبه راښکته کړې او بیا يې پرې مړه او وچه ځمکه را ژوندۍ کړې ده. بې له شکه چې د اوریدونکي قوم لپاره په دې کې لویه نښه او دلیل دی.
او دا پخه خبره ده چې په څارویو کې هم تاسې ته یو لوی درس دی. مونږ تاسې ته د هغوی له ګیډو نه د خوشایو او وینې ترمینځه خالصې شیدي درڅښو چې د څښونکو لپاره ډیرې خوندورې او اسانې تیریږي.
او په همدې توګه د خرما او انګورو له ونو نه هم تاسې نشه لرونکي او نور ښه خوراکونه جوړوئ. بې له شکه چې دعقل لرونکي قوم لپاره په دې کې لویه نښه او دلیل دی.
او دا الله دی چې تاسې يې پيدا کړي يې. بیا مو مړه کوي او ځينې مو تر ناکاره عمر رسوي تر هغې چې په هر څه له پوهې وروسته په هیڅ باندې ونه پوهیږي. بې شکه یوازې د یو الله په هر څه پوه او پوره توانا دی.
او الله دی چې تاسې ته يې له تاسې نه ښځې پیدا کړي. او له ښځو نه يې بچي او لمسیان در کړل او ښه پاک خوراکونه يې درکړي. نو ایا په باطل باور لري او د الله له نعمت نه انکار کوي؟