Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz

Lambar shafi:close

external-link copy
94 : 16

وَلَا تَتَّخِذُوْۤا اَیْمَانَكُمْ دَخَلًا بَیْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوْتِهَا وَتَذُوْقُوا السُّوْٓءَ بِمَا صَدَدْتُّمْ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟

او ای مؤمنانو! قسمونه مو په خپلو مینځو کې د غولولو وسیله مه ګرځوئ هسې نه چې قدم مو له ټینګیدلو وروسته وښوئیږي او له دې کبله چې د الله له لارې نه مو خلک منع کړي دي ناوړه نتیجه يې وڅکئ. او په اخرت کې مو لوی عذاب په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 16

وَلَا تَشْتَرُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— اِنَّمَا عِنْدَ اللّٰهِ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

او د الله په نوم وعدو په بدل کې بې ارزښته پیسې مه اخلئ. ځکه هغه څه چې له الله سره دي، تاسې ته ډير غوره دي که پوهیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 16

مَا عِنْدَكُمْ یَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ بَاقٍ ؕ— وَلَنَجْزِیَنَّ الَّذِیْنَ صَبَرُوْۤا اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

هغه چې له تاسې سره دي له مینځه ځي او هغه چې له الله سره دي تل پاتې دي. او مونږ د الله په لار کې د زغم کوونکو د نیکو کړنو بدل هرو، مرو ورکوو. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 16

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهٗ حَیٰوةً طَیِّبَةً ۚ— وَلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

هر نارینه او ښځینه مؤمن چې نیک کارونه وکړي نو مونږ به پاک ژوند ور په برخه او په اخرت کې د دوی د نیکو کړنو بدل هرو، مرو ورکوو. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 16

فَاِذَا قَرَاْتَ الْقُرْاٰنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ۟

او کله چې د قران په ویلو پیل وکړې، نو د الله په نوم له رټل شوې شیطان نه پناه وغواړه. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 16

اِنَّهٗ لَیْسَ لَهٗ سُلْطٰنٌ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟

دا پخه خبره ده چې شیطان پر هغو کسانو برلاسي نه لري چې ایمان يې راوړی او په خپل رب توکل کوي. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 16

اِنَّمَا سُلْطٰنُهٗ عَلَی الَّذِیْنَ یَتَوَلَّوْنَهٗ وَالَّذِیْنَ هُمْ بِهٖ مُشْرِكُوْنَ ۟۠

برلاسي یوازې پر هغو کسانو ده چې له ده سره دوستي کوي او پر هغو ده چې له الله سره شریکان نیسي. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 16

وَاِذَا بَدَّلْنَاۤ اٰیَةً مَّكَانَ اٰیَةٍ ۙ— وَّاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یُنَزِّلُ قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُفْتَرٍ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او کله چې مونږ یو ایت د بل ایت پر ځای بدل کړو، او الله ښه پوهیږي چې څه يې نازل کړي نو کافران وايې چې محمده! دا تا له ځانه جوړ کړي دي. نه : بلکې ددوی ډیر خلک نه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 16

قُلْ نَزَّلَهٗ رُوْحُ الْقُدُسِ مِنْ رَّبِّكَ بِالْحَقِّ لِیُثَبِّتَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُسْلِمِیْنَ ۟

ووایه چې قران جبرائیل ستا د رب له لورې په حقه راوړی دی چې مؤمنان په ایمان پاخه، او د امر منوونکو لپاره ښوونه او زیری دی. info
التفاسير: