Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz

Lambar shafi:close

external-link copy
119 : 16

ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ عَمِلُوا السُّوْٓءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُوْا مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ وَاَصْلَحُوْۤا اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

دا پخه خبره ده چې څوک په ناپوهۍ کوم بدکار وکړي او بیا وروسته توبه وباسي، او ځان سم کړي نو ستا رب له دې ټولو ور تیر دی. ځکه چې هغه بښونکی خورا مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 16

اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ كَانَ اُمَّةً قَانِتًا لِّلّٰهِ حَنِیْفًا ؕ— وَلَمْ یَكُ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ

بې له شکه ابراهیم یو امت وو، د الله هر حکم ته يي غاړه ایښې، د اسلام په لار سم روان، او هیڅکله هم له مشرکانو څخه نه ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 16

شَاكِرًا لِّاَنْعُمِهٖ ؕ— اِجْتَبٰىهُ وَهَدٰىهُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

د الله د نعمتونو ښه شکر کوونکی وو. الله د خپلې دوستۍ لپاره غوره کړی او سمه لار يي ورښوولې وه. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 16

وَاٰتَیْنٰهُ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً ؕ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟ؕ

مونږ په دنیا کې ښیګڼه ورکړې او په اخرت کې ه هرو، مرو له صالحانو نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 16

ثُمَّ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ اَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

ای محمده! بیا مونږ تاته وحې وکړه چې: د هغه ابراهیم دین خپل کړه چې د اسلام په لاره سم روان او له مشرکانو څخه نه و. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 16

اِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَی الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ؕ— وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَحْكُمُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

او د شنبې د ورځي احترام یوازې پر هغو خلکو لازم شوی وو چې د محترمې ورځې په ټاکلو کې يې سره اختلاف کړی ؤ. او ستا رب به رښتیني فیصله د قیامت په ورځ د هغو خلکو په مینځ کې وکړي چې په دې هکله يې اختلاف کړی ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
125 : 16

اُدْعُ اِلٰی سَبِیْلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟

ای پیغمبره! د خپل رب د لارې په لور په حکمت او نیک اسلوب بلنه وکړه. او په خورا نیکه او غوره توګه ورته خپل هدف وړاندې کړه. ځکه چې ستا رب ته ښه معلوم دی چې څوک د هغه له لارې نه اووښتی او څوک په سمه لار روان دی. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 16

وَاِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوْا بِمِثْلِ مَا عُوْقِبْتُمْ بِهٖ ؕ— وَلَىِٕنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَیْرٌ لِّلصّٰبِرِیْنَ ۟

او که تاسې غچ اخیستلو نو همغومره يې واخلئ څومره پر تاسې تیری شوی ؤ او که صبر مو وکړ نو پوه شئ چې دا کار د صبر کوونکو لپاره غوره دی. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 16

وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ اِلَّا بِاللّٰهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟

او ای محمده! صبر وکړه. ستاصبر یوازې د یو الله په مرسته او کومک سره دی. او د هغوی په ناورینو مه غمژن کیږه او هم يې په دسیسو او چلونو مه زړه تنګی کیږه. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 16

اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّالَّذِیْنَ هُمْ مُّحْسِنُوْنَ ۟۠

بې له شکه چې الله د هغو مل دی چې له بدۍ ځانونه ژغوري او غوره چارې سرته رسوي. info
التفاسير: