Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad

Lambar shafi:close

external-link copy
44 : 25

اَمْ تَحْسَبُ اَنَّ اَكْثَرَهُمْ یَسْمَعُوْنَ اَوْ یَعْقِلُوْنَ ؕ— اِنْ هُمْ اِلَّا كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠

آيا ته انګېرې چې له دوى نه زياتره كسان اوري او پوهېږي؟ دوى خو د څارويو په شان دي بلكې له هغو نه هم هاخوا لار وركي دي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 25

اَلَمْ تَرَ اِلٰی رَبِّكَ كَیْفَ مَدَّ الظِّلَّ ۚ— وَلَوْ شَآءَ لَجَعَلَهٗ سَاكِنًا ۚ— ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَیْهِ دَلِیْلًا ۟ۙ

آيا تا خپل رب ته نه دي كتلي چې څنګه يې سيورى غځولى دى؟ او كه هغه غوښتي واى نو پر ځاى به يې درولى و، بيا مو لمر پر هغه دليل (پېژندونكى) وګرځولو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 25

ثُمَّ قَبَضْنٰهُ اِلَیْنَا قَبْضًا یَّسِیْرًا ۟

بيا مو ورو ورو هغه ځان ته راټول کړ. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 25

وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِبَاسًا وَّالنَّوْمَ سُبَاتًا وَّجَعَلَ النَّهَارَ نُشُوْرًا ۟

او هماغه ذات دى چې شپه يې تاسو ته پوښاك، خوب يې آرام او ورځ يې د پاڅېدلو (وخت) ګرځولى. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 25

وَهُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ۚ— وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً طَهُوْرًا ۟ۙ

او همغه ذات دى چې له خپل رحمت وړاندې زېرى وركوونكي بادونه ليږي او موږ له آسمانه پاكې اوبه را اورولي دي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 25

لِّنُحْیِ بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا وَّنُسْقِیَهٗ مِمَّا خَلَقْنَاۤ اَنْعَامًا وَّاَنَاسِیَّ كَثِیْرًا ۟

چې پر هغو مړه ځمكه را ژوندى او د خپلو مخلوقاتو څخه ډېر څاروي او انسانان پرې خړوب كړو. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 25

وَلَقَدْ صَرَّفْنٰهُ بَیْنَهُمْ لِیَذَّكَّرُوْا ۖؗ— فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا ۟

او هغه مو د دوى ترمنځ راز راز بيان كړ تر څو درس واخلي، خو بيا هم زياتره خلكو له ناشكرۍ پرته بل څه ونه منل. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 25

وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ نَّذِیْرًا ۟ؗۖ

او كه موږ غوښتي واى نو خامخا به مو په هر كلي كې يو وېروونکی راپورته كړى و. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 25

فَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَجَاهِدْهُمْ بِهٖ جِهَادًا كَبِیْرًا ۟

نو د كافرانو مه منه او په دې (قرآن) له هغوى سره جهاد كوه، ستر جهاد. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 25

وَهُوَ الَّذِیْ مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَّهٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ ۚ— وَجَعَلَ بَیْنَهُمَا بَرْزَخًا وَّحِجْرًا مَّحْجُوْرًا ۟

او همغه ذات دى چې دوه سمندرونه يې خوشې كړي چې دا يو ډېر خوږ خوندور دى او دا بل مالګين تريخ او د دواړو ترمنځ يې يوه پرده واچوله، او يو بند چې منع كړى شوى دى. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 25

وَهُوَ الَّذِیْ خَلَقَ مِنَ الْمَآءِ بَشَرًا فَجَعَلَهٗ نَسَبًا وَّصِهْرًا ؕ— وَكَانَ رَبُّكَ قَدِیْرًا ۟

او همغه ذات دى چې انسان يې له اوبو پيدا كړ بيا يې د نسب او خسرګنۍ خاوند وګرځولو او ستا رب ډېر قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 25

وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُهُمْ وَلَا یَضُرُّهُمْ ؕ— وَكَانَ الْكَافِرُ عَلٰی رَبِّهٖ ظَهِیْرًا ۟

او هغوى الله له پرته هغه څه لمانځي چې نه څه ګټه ور رسوي او نه كوم تاوان، او کافر خو د خپل رب پر خلاف د (شيطان) ملاتړی دی. info
التفاسير: