Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad

Lambar shafi:close

external-link copy
12 : 25

اِذَا رَاَتْهُمْ مِّنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ سَمِعُوْا لَهَا تَغَیُّظًا وَّزَفِیْرًا ۟

كله چې د لرې ځايه يې وويني نو خوټېدل او غورېدل به يې واوري. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 25

وَاِذَاۤ اُلْقُوْا مِنْهَا مَكَانًا ضَیِّقًا مُّقَرَّنِیْنَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُوْرًا ۟ؕ

او كله چې هغه په كوم تنـګ ځاى كې تړل شوی وغورځول شي نو بيا به (خپل) مرګ غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 25

لَا تَدْعُوا الْیَوْمَ ثُبُوْرًا وَّاحِدًا وَّادْعُوْا ثُبُوْرًا كَثِیْرًا ۟

ورته وبه ويل شي: نن يو مرګ مه غواړئ ډېر مرګونه وغواړئ. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 25

قُلْ اَذٰلِكَ خَیْرٌ اَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— كَانَتْ لَهُمْ جَزَآءً وَّمَصِیْرًا ۟

ورته ووايه: آیا دا ښه ده كه تلپاتې جنت چې له پرهېزګارو سره يې ژمنه شوې؟ چې د هغوى بدله او هستوګنځى به وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 25

لَهُمْ فِیْهَا مَا یَشَآءُوْنَ خٰلِدِیْنَ ؕ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ وَعْدًا مَّسْـُٔوْلًا ۟

هلته به د هغوى لپاره هغه څه وي چې غواړي يې، تل ترتله اوسېدونكي، دا ستا پر رب يوه غوښتل كېدونكې ژمنه ده. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 25

وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَقُوْلُ ءَاَنْتُمْ اَضْلَلْتُمْ عِبَادِیْ هٰۤؤُلَآءِ اَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِیْلَ ۟ؕ

او هغه ورځ چې هغوى او هغه (معبودان) چې له الله پرته به يې لمانځل، راغونډ كړي نو (الله) به ورته ووايي: آيا تاسو زما دغه بندګان بې لارې كړل كه هغوى خپله لار غلطه كړې وه؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 25

قَالُوْا سُبْحٰنَكَ مَا كَانَ یَنْۢبَغِیْ لَنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ مِنْ دُوْنِكَ مِنْ اَوْلِیَآءَ وَلٰكِنْ مَّتَّعْتَهُمْ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی نَسُوا الذِّكْرَ ۚ— وَكَانُوْا قَوْمًا بُوْرًا ۟

هغوى به وايي: تا لره پاكي ده، موږ ته نه ښايي چې له تا پرته بل څوك دوستان ونيسو، خو تا هغوى او د هغوى پلرونو ته تر هغه پورې د ژوند وسايل وركړل چې درس يې هېر كړ او دا خلك وو تباه كېدونكي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 25

فَقَدْ كَذَّبُوْكُمْ بِمَا تَقُوْلُوْنَ ۙ— فَمَا تَسْتَطِیْعُوْنَ صَرْفًا وَّلَا نَصْرًا ۚ— وَمَنْ یَّظْلِمْ مِّنْكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِیْرًا ۟

نو (دا دى) تاسي خو يې درواغجن وګڼلئ په هغه خبره كې چې كوئ يې نو (اوس) نه د عذاب ګرځولو وس لرئ او نه (يو او بل سره) د مرستې، او هر څوك چې له تاسي څخه ظلم وكړي، موږ به هغه ته لوى عذاب وروڅكو. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 25

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّاۤ اِنَّهُمْ لَیَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَیَمْشُوْنَ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً ؕ— اَتَصْبِرُوْنَ ۚ— وَكَانَ رَبُّكَ بَصِیْرًا ۟۠

او له تا مخكې مو هم (څه بل شان) رسولان نه وو لېږلي پرته له داسې كسانو چې هغوى به خواړه خوړل او په بازارو كې به ګرځېدل، او تاسي مو د يو او بل لپاره ازمايښت ګرځولي ياست، (نو) آيا تاسې صبر كوئ؟ او ستا رب خو ښه ليدونكى دى. info
التفاسير: