Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad

Lambar shafi:close

external-link copy
21 : 25

وَقَالَ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ نَرٰی رَبَّنَا ؕ— لَقَدِ اسْتَكْبَرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ وَعَتَوْ عُتُوًّا كَبِیْرًا ۟

او كوم كسان چې له موږ سره د مخامخ كېدو هيله نه لري وايي ولې موږ ته پرېښتې راكوزې نه كړل شوې؟ يا ولې خپل رب نه وينو؟ په رېښتيا هغوى په خپلو ځانو كې ډېر كبرجن شوي او سرغړونه يې وكړه، لويه سر غړونه. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 25

یَوْمَ یَرَوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ لَا بُشْرٰی یَوْمَىِٕذٍ لِّلْمُجْرِمِیْنَ وَیَقُوْلُوْنَ حِجْرًا مَّحْجُوْرًا ۟

په کومه ورځ چې هغوی پرېښتې وويني؛ نو هغه ورځ به د مجرمانو لپاره څه زېرى نه وى (بلكې) وايي به: ايسار دې كړى شي (عذاب) ايسار. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 25

وَقَدِمْنَاۤ اِلٰی مَا عَمِلُوْا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنٰهُ هَبَآءً مَّنْثُوْرًا ۟

او هر څه چې د هغو كړه وړه دي موږ به هغه راواخلو د دوړې په څېر به يې والوځوو. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 25

اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ یَوْمَىِٕذٍ خَیْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَّاَحْسَنُ مَقِیْلًا ۟

خو د جنت خلك به هغه ورځ هم د هستوګنځي له پلوه ښه وي او هم به د غرمې دمه ځاى له پلوه ډېر غوره وي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 25

وَیَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَآءُ بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ تَنْزِیْلًا ۟

او هغه ورځ چې آسمان له نرۍ وريځې سره څيرې شي او پرېښتې پرله پسې راكوزې شي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 25

اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذِ ١لْحَقُّ لِلرَّحْمٰنِ ؕ— وَكَانَ یَوْمًا عَلَی الْكٰفِرِیْنَ عَسِیْرًا ۟

حقيقي پاچايي په هغه ورځ يوازې رحمن لره ده او هغه پر كافرانو يوه سخته ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 25

وَیَوْمَ یَعَضُّ الظَّالِمُ عَلٰی یَدَیْهِ یَقُوْلُ یٰلَیْتَنِی اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُوْلِ سَبِیْلًا ۟

او هغه ورځ چې ظالم به خپل دواړه لاسونه چيچي، وايي به كاشكې مې د رسول سره لار نيولی واى. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 25

یٰوَیْلَتٰی لَیْتَنِیْ لَمْ اَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِیْلًا ۟

هاى كاشكې فلانى مې په دوستۍ نه وای نيولی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 25

لَقَدْ اَضَلَّنِیْ عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ اِذْ جَآءَنِیْ ؕ— وَكَانَ الشَّیْطٰنُ لِلْاِنْسَانِ خَذُوْلًا ۟

پرته له شکه له هغه وروسته يې هم له نصيحت را واړولم چې ماته راغلي و، او شيطان خو (له دوكې وروسته) انسان لره پرېښودونكى دی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 25

وَقَالَ الرَّسُوْلُ یٰرَبِّ اِنَّ قَوْمِی اتَّخَذُوْا هٰذَا الْقُرْاٰنَ مَهْجُوْرًا ۟

او رسول وويل: ای زما ربه! زما قوم خو دا قرآن پرېښود. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 25

وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِیْنَ ؕ— وَكَفٰی بِرَبِّكَ هَادِیًا وَّنَصِیْرًا ۟

او همدا رنګه مو هر نبي ته له مجرمانو څه دښمنان ګرځولي وو، او ستا پالونکی د لارښوونكي او مرستندوى په توګه بسنه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 25

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَیْهِ الْقُرْاٰنُ جُمْلَةً وَّاحِدَةً ۛۚ— كَذٰلِكَ ۛۚ— لِنُثَبِّتَ بِهٖ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنٰهُ تَرْتِیْلًا ۟

او هغه کسان چې کفر يې کړی، وايي: ولې دا قرآن ټول په يو ځل ورباندې نازل نه شو؟ (هو) په همدې شان (مو نازل كړ) تر څو ستا زړه پرې محكم كړو، او هغه مو كرار كرار لږ لږ درباندې ولوست. info
التفاسير: