Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad

Lambar shafi:close

external-link copy
33 : 25

وَلَا یَاْتُوْنَكَ بِمَثَلٍ اِلَّا جِئْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاَحْسَنَ تَفْسِیْرًا ۟ؕ

او (د دې لپاره هم چې) هغوى كه تا ته هر ډول مثال (يا پوښتنه) راوړي، موږ يې سم ځواب او غوره بيان درته راوړو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 25

اَلَّذِیْنَ یُحْشَرُوْنَ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ اِلٰی جَهَنَّمَ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠

هغه كسان چې پړمخې به د جهنم اور ته ورغونډيږي، په ډېر ناوړه دريځ او ډېره غلطه لار كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 25

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنَا مَعَهٗۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ وَزِیْرًا ۟ۚۖ

او موسى ته مو كتاب وركړ او له هغه سره مو ورور يې هارون ورته مرستيال وګرځولو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 25

فَقُلْنَا اذْهَبَاۤ اِلَی الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— فَدَمَّرْنٰهُمْ تَدْمِیْرًا ۟ؕ

بيا مو ورته وويل: دواړه هغو خلكو ته ورشئ چې زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي، چې بيا مو هغه خلك يو مخ تباه كړل. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 25

وَقَوْمَ نُوْحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ اَغْرَقْنٰهُمْ وَجَعَلْنٰهُمْ لِلنَّاسِ اٰیَةً ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟ۚۙ

او د نوح قوم چې کله رسولان درواغجن وبلل نو غرق مو كړل او د خلكو لپاره مو نښانه وګرځول او موږ ظالمانو ته دردناك عذاب چمتو كړى. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 25

وَّعَادًا وَّثَمُوْدَاۡ وَاَصْحٰبَ الرَّسِّ وَقُرُوْنًا بَیْنَ ذٰلِكَ كَثِیْرًا ۟

او عاديان، ثموديان، د كوهي خاوندان او د دې په منځ منځ كې ډېر ولسونه (مو تباه کړل). info
التفاسير:

external-link copy
39 : 25

وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْاَمْثَالَ ؗ— وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِیْرًا ۟

او هغوى هر يوه ته موږ بېلګې (دلايل) بيان كړي وو او بيا مو هر يو تباه برباد كړل. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 25

وَلَقَدْ اَتَوْا عَلَی الْقَرْیَةِ الَّتِیْۤ اُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ ؕ— اَفَلَمْ یَكُوْنُوْا یَرَوْنَهَا ۚ— بَلْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ نُشُوْرًا ۟

او پر هغه كلي خو هغوى خامخا تېر شوي چې ډېر بد باران پرې اورول شوى و، آيا هغه يې نه و ليدلى؟ بلكى هغوى د بيا راژوندي كېدو هيله نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 25

وَاِذَا رَاَوْكَ اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ بَعَثَ اللّٰهُ رَسُوْلًا ۟

او كله چې هغوى تا وويني؛ نو ملنډې درپورې وهي، چې آيا دا هماغه كس دى چې الله د رسول په توګه رالېږلى؟ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 25

اِنْ كَادَ لَیُضِلُّنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا لَوْلَاۤ اَنْ صَبَرْنَا عَلَیْهَا ؕ— وَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ حِیْنَ یَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟

دغه خو نږدې موږ له خپلو معبودانو اړولي وو، كه چېرې پرې ټينګ شوي نه واى! او هغوى چې کله عذاب وويني؛ نو زر به پوه شي چې څوك له لارې ډېر اوښتی و. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 25

اَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ ؕ— اَفَاَنْتَ تَكُوْنُ عَلَیْهِ وَكِیْلًا ۟ۙ

آيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوس يې ځان ته معبود ګرځولى؟ آيا ته د هغوى ساتونكى (يا ذمه وار) يې؟ info
التفاسير: