Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd

Numéro de la page:close

external-link copy
62 : 3

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ ۚ— وَمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

بېشكه دا ريښتینی بيان دی، او له الله پرته بل معبود نشته او بېشکه الله حكمت والا برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 3

فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِالْمُفْسِدِیْنَ ۟۠

نو كه وګرځېدل نو بېشکه الله په فسادیانو ښه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 3

قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ تَعَالَوْا اِلٰی كَلِمَةٍ سَوَآءٍ بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمْ اَلَّا نَعْبُدَ اِلَّا اللّٰهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهٖ شَیْـًٔا وَّلَا یَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا اَرْبَابًا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُوْلُوا اشْهَدُوْا بِاَنَّا مُسْلِمُوْنَ ۟

ورته وايه اى اهل كتابو هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دى، دا چې د الله نه پرته بل څه به نه لمانځو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به څوك الله نه پرته يو بل د خدايانو په توګه نيسي، نو كه وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 3

یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تُحَآجُّوْنَ فِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ وَمَاۤ اُنْزِلَتِ التَّوْرٰىةُ وَالْاِنْجِیْلُ اِلَّا مِنْ بَعْدِهٖ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

اى اهل كتابو! تاسو د ابراهيم (علیه السلام) په اړه ولې له موږ سره ناندرۍ وهئ؟ حال دا چې تورات او انجيل خو نه و نازل شوی مګر له ده وروسته، ایا عقل نه کاروئ. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 3

هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ حَاجَجْتُمْ فِیْمَا لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَآجُّوْنَ فِیْمَا لَیْسَ لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

خبردار تاسو هماغه خلك ياست چې شخړه مو وكړه په هغه څه كې چې څه پوهه مو پكې درلوده نو په هغه څه كې ولې شخړه كوئ چې نه ورباندې پوهېږئ او الله پوهيږي خو تاسو نه پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 3

مَا كَانَ اِبْرٰهِیْمُ یَهُوْدِیًّا وَّلَا نَصْرَانِیًّا وَّلٰكِنْ كَانَ حَنِیْفًا مُّسْلِمًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

ابراهيم (علیه السلام) خو نه يهودي وْ نه نصراني، بلكې حق پلوی مسلمان وْ او له مشركانو څخه نه وْ. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 3

اِنَّ اَوْلَی النَّاسِ بِاِبْرٰهِیْمَ لَلَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ وَهٰذَا النَّبِیُّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— وَاللّٰهُ وَلِیُّ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

بېشکه ابراهیم علیه السلام ته له ټولو خلکو نږدې خامخا هغه څوک دي چې د ده پیروي یې کړې او دا نبي دی او هغوی چې ایمان یې راوړی، او الله د مومنانو مل دی. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 3

وَدَّتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَوْ یُضِلُّوْنَكُمْ ؕ— وَمَا یُضِلُّوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟

له اهل كتابو يوه ډله دا خوښوي چې تاسي بې لارې کړي، خو له خپلو ځانو پرته بل څوک نشي بې لارې کولای او دوی نه پوهېږي. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 3

یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَاَنْتُمْ تَشْهَدُوْنَ ۟

اى اهل كتابو! ولې د الله په ايتونو کافران کېږئ حال دا چې تاسي خپله شاهدي ورکوئ؟ info
التفاسير: