Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd

Numéro de la page:close

external-link copy
38 : 3

هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِیَّا رَبَّهٗ ۚ— قَالَ رَبِّ هَبْ لِیْ مِنْ لَّدُنْكَ ذُرِّیَّةً طَیِّبَةً ۚ— اِنَّكَ سَمِیْعُ الدُّعَآءِ ۟

دلته نو زكريا خپل رب ته دعا وكړه ویې ويل: زما ربه! له خپل لوري دې ما ته پاكيزه اولاد راكړه؟ بېشكه ته خو د دعا ښه اوريدونكى يې. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 3

فَنَادَتْهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَهُوَ قَآىِٕمٌ یُّصَلِّیْ فِی الْمِحْرَابِ ۙ— اَنَّ اللّٰهَ یُبَشِّرُكَ بِیَحْیٰی مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَسَیِّدًا وَّحَصُوْرًا وَّنَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

نو پرښتو ورته په داسې حال کې غږ وكړ چې هغه عبادتځای كې په لمانځه ولاړ و، چې الله تا ته د يحيى زيرى دركوي هغه به د الله له لوري د يوې کلمې تصدیقونکی، سردار او ځان ساتونکی (له شهواتو) او له صالحانو یو نبي وي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 3

قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّقَدْ بَلَغَنِیَ الْكِبَرُ وَامْرَاَتِیْ عَاقِرٌ ؕ— قَالَ كَذٰلِكَ اللّٰهُ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ ۟

ویې ووېل: زما ربه! زما به زوى له كومه شي، حال دا چې بوډاتوب مې رارسېدلی دی او ښځه مې (هم) شنډه ده؟ ويې فرمايل: (همداسې به وشي) د الله چې څه خوښه وي كوي یې. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 3

قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِّیْۤ اٰیَةً ؕ— قَالَ اٰیَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَةَ اَیَّامٍ اِلَّا رَمْزًا ؕ— وَاذْكُرْ رَّبَّكَ كَثِیْرًا وَّسَبِّحْ بِالْعَشِیِّ وَالْاِبْكَارِ ۟۠

ویې ویل: ای زما ربه! څه نښه خو راته وټاکه، ويې فرمايل: نښه دې دا ده چې درې ورځې به پرته له اشارې خلکو سره خبرې نشې کولای، او خپل رب ډېر يادوه، او سهار او ماښام د هغه پاكي وایه. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 3

وَاِذْ قَالَتِ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یٰمَرْیَمُ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰىكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفٰىكِ عَلٰی نِسَآءِ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او کله چې پرښتو وویل اى مريمې! الله ته غوره كړې، پاکه کړې او د ټولو خلکو پر ښځو يې غوره ګرځولې یې. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 3

یٰمَرْیَمُ اقْنُتِیْ لِرَبِّكِ وَاسْجُدِیْ وَارْكَعِیْ مَعَ الرّٰكِعِیْنَ ۟

اى مريمې! رب ته دې غاړه كيږده، سجده كوه او ركوع كونكو سره ركوع كوه. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 3

ذٰلِكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْغَیْبِ نُوْحِیْهِ اِلَیْكَ ؕ— وَمَا كُنْتَ لَدَیْهِمْ اِذْ یُلْقُوْنَ اَقْلَامَهُمْ اَیُّهُمْ یَكْفُلُ مَرْیَمَ ۪— وَمَا كُنْتَ لَدَیْهِمْ اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ ۟

دا پټ خبرونه دي چې موږ يې تا ته وحي کوو، او ته خو هغه مهال دوی سره نه وې چې کله دوی خپل قلمونه غورځول چى د مريم پالنه به څوك كوي، او هغه مهال هم ورسره نه وې چې هغوی شخړه کول. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 3

اِذْ قَالَتِ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یٰمَرْیَمُ اِنَّ اللّٰهَ یُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ ۙۗ— اسْمُهُ الْمَسِیْحُ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ وَجِیْهًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟ۙ

كله چې پرښتو ووېل: اى مريمې! الله تا ته له خپل لورې د يوې کلمې زيرى دركوي، چې نوم به یې مسيح عيسى زوی د مريم وي، په دنيا او اخرت كې به د عزت څښتن وي. د الله له نږدې بندګانو به وي. info
التفاسير: