Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd

Numéro de la page:close

external-link copy
158 : 3

وَلَىِٕنْ مُّتُّمْ اَوْ قُتِلْتُمْ لَاۡاِلَی اللّٰهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

او كه مړه يا ووژل شوئ نو خامخا به الله ته ورغونډېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
159 : 3

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ لِنْتَ لَهُمْ ۚ— وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِیْظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوْا مِنْ حَوْلِكَ ۪— فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِی الْاَمْرِ ۚ— فَاِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِیْنَ ۟

نو د خپل رب په لورينه ورته نرم شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى واى نو دوى ټول به دى له چاپېره خواره شوي وو نو عفو ورته كوه، بخښنه ورته غواړه او په كارو كې مشوره ورسره كوه بيا چې پر څه دې اراده ټينګه شوه نو په الله توكل كوه، يقيناً الله توكل كوونكي خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
160 : 3

اِنْ یَّنْصُرْكُمُ اللّٰهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۚ— وَاِنْ یَّخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِیْ یَنْصُرُكُمْ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

كه الله مو مرسته وكړي نو بيا پر تاسو څوك برلاسى نشته او كه مو پريږدي نو بيا هغه څوك دى چې له ده وروسته مو مرسته وكړى شي؟ او مومنان خو دې (تل) په الله توكل كوي. info
التفاسير:

external-link copy
161 : 3

وَمَا كَانَ لِنَبِیٍّ اَنْ یَّغُلَّ ؕ— وَمَنْ یَّغْلُلْ یَاْتِ بِمَا غَلَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ۚ— ثُمَّ تُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

او هيڅ نبي سره نه ښايي چې خيانت وكړي او څوك چې خيانت كوي نو د قيامت په ورځ به له خپل خيانت سره راځي بيا نو هر چا چې څه ګټلي وي پوره وركول كيږي او دوى سره هيڅ ظلم نه كيږى. info
التفاسير:

external-link copy
162 : 3

اَفَمَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَ اللّٰهِ كَمَنْ بَآءَ بِسَخَطٍ مِّنَ اللّٰهِ وَمَاْوٰىهُ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟

ښه نو څوك چې (تل) د الله په رضا پسې وي د هغه چا په شان كېداى شي چې د الله په غضب اخته شوى او وروستى ځاى يې جهنم وي؟ او ډېر بد هستوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
163 : 3

هُمْ دَرَجٰتٌ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟

دوى له الله سره په درجو درجو (توپير) كې دي او الله د هغه څه ليدونكى دى چې دوى يې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
164 : 3

لَقَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ بَعَثَ فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْ اَنْفُسِهِمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِهٖ وَیُزَكِّیْهِمْ وَیُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ ۚ— وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

پرمومنانو د الله احسان شوى چې په دوى كې يې خپله دوى نه يو داسې رسول راولېږلو چې د هغه ( الله) اّيتونه پرې لولي، پاكوي يې (له بديو) او كتاب او پوهه ورښايي، شك نشته چې دوى پخوا څرګنده بې لارۍ كې وو. info
التفاسير:

external-link copy
165 : 3

اَوَلَمَّاۤ اَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةٌ قَدْ اَصَبْتُمْ مِّثْلَیْهَا ۙ— قُلْتُمْ اَنّٰی هٰذَا ؕ— قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اَنْفُسِكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

آيا نو كله چې يو مصيبت در ورسېد چې د هغه دوه برابره مو (دښمن ته هم) ور رسولى دى نو ويل مو: دا له كومه؟ ورته وايه دا مو له خپلو ځانو، يقيناً الله خو په هرڅه برلاسی دى. info
التفاسير: