Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd

Numéro de la page:close

external-link copy
166 : 3

وَمَاۤ اَصَابَكُمْ یَوْمَ الْتَقَی الْجَمْعٰنِ فَبِاِذْنِ اللّٰهِ وَلِیَعْلَمَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ

او د دواړو ډلو د نښتې په ورځ چې څه درورسېدل، نو هغه د الله په حكم سره وو، تر څو مومنان معلوم كړي. info
التفاسير:

external-link copy
167 : 3

وَلِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ نَافَقُوْا ۖۚ— وَقِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَوِ ادْفَعُوْا ؕ— قَالُوْا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَّاتَّبَعْنٰكُمْ ؕ— هُمْ لِلْكُفْرِ یَوْمَىِٕذٍ اَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْاِیْمَانِ ۚ— یَقُوْلُوْنَ بِاَفْوَاهِهِمْ مَّا لَیْسَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یَكْتُمُوْنَ ۟ۚ

او هغه هم معلوم كړي چې منافقت يې وكړ، (هغوى چې) ورته وويل شو راځئ د الله په لار كې وجنګېږئ يا (لږ ترلږه) دفاع خو وكړئ، نو ويل يې: كه موږ په جګړه پوهېدلاى (چې نن كيږي) نو خامخا به درپسې شوي وو، دوى په هغه ورځ له ايمانه لا كفر ته ډېر نږدې وو، په خوله هغه څه وايي چې په زړونو كې يې نشته، او الله خو په هغه څه چې پټ يې ساتي ډېر ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
168 : 3

اَلَّذِیْنَ قَالُوْا لِاِخْوَانِهِمْ وَقَعَدُوْا لَوْ اَطَاعُوْنَا مَا قُتِلُوْا ؕ— قُلْ فَادْرَءُوْا عَنْ اَنْفُسِكُمُ الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

هغوى چې (له جګړې) ناست وو او د خپلو وروڼو په هكله يې ويل: كه زموږ يې منلې واى نه به وژل كېدل! ورته وايه: ښه نو له خپلو ځانو مو مرګ ايساركړئ، كه ریښتيني ياست. info
التفاسير:

external-link copy
169 : 3

وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ قُتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَمْوَاتًا ؕ— بَلْ اَحْیَآءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ یُرْزَقُوْنَ ۟ۙ

او هيڅكله هغه كسان مړه مه ګڼه چې د الله په لار كې وژل شوي، هغوى ژوندي او د خپل رب خوا كې روزي وركول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
170 : 3

فَرِحِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ۙ— وَیَسْتَبْشِرُوْنَ بِالَّذِیْنَ لَمْ یَلْحَقُوْا بِهِمْ مِّنْ خَلْفِهِمْ ۙ— اَلَّا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ۘ

الله چې له خپلې لورينې څه وركړي په هغو خوشاله دي او د هغو كسانو لپاره هم خوشالي كوي چې د دوى تر شا دي او لا يو ځاى شوي نه دي ورسره، ځكه چې په دوى به هيڅ ډار نه وي او نه به دوى خپه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
171 : 3

یَسْتَبْشِرُوْنَ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَفَضْلٍ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او د الله له لوري په نعمت او لورينه خوشالي كوي او دا چى الله د مومنانو اجر نه ضايع كوي. info
التفاسير:

external-link copy
172 : 3

اَلَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِلّٰهِ وَالرَّسُوْلِ مِنْ بَعْدِ مَاۤ اَصَابَهُمُ الْقَرْحُ ۛؕ— لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا مِنْهُمْ وَاتَّقَوْا اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟ۚ

هغوى چې د الله او د هغه د استازي بلنه يې له هغه وروسته هم ومنله چې ټپونه ور رسېدلي وو، له دوى نه چې هر چا ښېګړه او تقوى وكړه، لوى اجر يې دى. info
التفاسير:

external-link copy
173 : 3

اَلَّذِیْنَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ اِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوْا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ اِیْمَانًا ۖۗ— وَّقَالُوْا حَسْبُنَا اللّٰهُ وَنِعْمَ الْوَكِیْلُ ۟

(دا) هغوى (دي) چې خلكو ورته وويل: بېشكه (ډېر) خلك درته راټول شوي نو وډار شئ ترې، خو دې خبرى د هغوى ايمان لا زيات كړ او ويل به يې الله مو بس دى او هغه ښه كار جوړونكى دى. info
التفاسير: