Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd

Numéro de la page:close

external-link copy
187 : 3

وَاِذْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ لَتُبَیِّنُنَّهٗ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُوْنَهٗ ؗۗ— فَنَبَذُوْهُ وَرَآءَ ظُهُوْرِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهٖ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— فَبِئْسَ مَا یَشْتَرُوْنَ ۟

او كله چې الله له هغو خلكو پوخ لوز واخيست چې كتاب وركړ شوى و، چې خامخا به يې نورو خلكو ته بيانوئ او پټوي به يې نه، خو هغوى شاته وغورځاو او كمه ناڅيزه بيه يې پرې واخيسته نو هغوى څومره بد شى پيري. info
التفاسير:

external-link copy
188 : 3

لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ یَفْرَحُوْنَ بِمَاۤ اَتَوْا وَّیُحِبُّوْنَ اَنْ یُّحْمَدُوْا بِمَا لَمْ یَفْعَلُوْا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِّنَ الْعَذَابِ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

ګومان مه كوه، هغوى چې په خپلو كړو خوشاله دي او خوښوى چې په هغو كارو هم وستايل شي چې بيخي يې كړي نه دي نو هيڅكله يې له عذابه خلاصېدونكي مه ګڼه، او دوى لره خو دردناك عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
189 : 3

وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠

د اسمانو او ځمكى واكمني الله لره ده او الله په هر شى برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
190 : 3

اِنَّ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافِ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی الْاَلْبَابِ ۟ۚۖ

د اّسمانو او ځمكې په پيدايښت او د شپى ورځې په اوښتون كې حتماً عقلمندو ته ډېرې نښې (د عبرت) دي. info
التفاسير:

external-link copy
191 : 3

الَّذِیْنَ یَذْكُرُوْنَ اللّٰهَ قِیٰمًا وَّقُعُوْدًا وَّعَلٰی جُنُوْبِهِمْ وَیَتَفَكَّرُوْنَ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هٰذَا بَاطِلًا ۚ— سُبْحٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ۟

هماغه كسان چې په ولاړه، ناسته او اړخونو پراته الله يادوي او د اسمانو او ځمكې په پيدايښت كې سوچونه كوي چې اې زموږ ربه دا خو دې چټي نه دي پيدا كړي، تا لره (عبثياتو نه) پاكي ده نو د اور له عذابه مو وساتې. info
التفاسير:

external-link copy
192 : 3

رَبَّنَاۤ اِنَّكَ مَنْ تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ اَخْزَیْتَهٗ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ ۟

زموږ ربه! تا چې څوك اور ته داخل كړ، نو هغه دې خوار كړ او ظالمانو لره څوك مرستندوى نشته. info
التفاسير:

external-link copy
193 : 3

رَبَّنَاۤ اِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِیًا یُّنَادِیْ لِلْاِیْمَانِ اَنْ اٰمِنُوْا بِرَبِّكُمْ فَاٰمَنَّا ۖۗ— رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَیِّاٰتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْاَبْرَارِ ۟ۚ

زموږ ربه! موږ له يو بلونكي څخه د ايمان لور ته بلنه واورېده چې په خپل رب مو ايمان راوړئ، نو ايمان مو راوړو، زموږ ربه نو ګناهونه راته و بخښه او بدۍ مو ورژوه او له نيكانو سره مو وفات كړه. info
التفاسير:

external-link copy
194 : 3

رَبَّنَا وَاٰتِنَا مَا وَعَدْتَّنَا عَلٰی رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِیْعَادَ ۟

زموږ ربه! او هغه څه هم راكړه چې د خپلو رسولانو په ژبه دې موږ سره وعده كړې او د قيامت په ورځ مو مه شرموه، يقيناً ته خپله وعده نه ماتوې. info
التفاسير: