اى د آدم اولادې! تاسو ته مو جامې در نازلې كړې چې ستاسو شرم ځايونه پټوي او ښكلا هم ده، او د تقوى جامه، دا ډېره غوره ده دا د الله له نښانو څخه ده په كار ده چې خلك پند واخلي.
او كله چې دوى كوم ناوړه كار وكړي، وايي: په دې كار مو هم پلرونه موندلي او هم الله پرې موږ ته امر كړى، ورته وايه: يقيناً الله د ناوړه چارو امر نه كوي، آيا په الله پورې هغه څه واياست چې نه ورباندې پوهېږئ.
يوې ډلې ته يې سمه لار وښوده او پر بلې ډلې بې لارې توب ثابت شو، رښتيا چې هغوى الله نه پرته شيطانان ځان ته په ملګریتوب نيولي او داسې انګيري چې دوى (بالكل) لار موندونكي دي.