او ته له موږ څخه پرته له دې د بل څه غچ نه اخلې چې موږ د خپل رب آيتونه ومنل، كله چې راته راغلل. زموږ ربه! پر موږ صبر راتوی كړه او مسلمانان مو له دنيا تېر كړه.
او د فرعون د قوم مشرانو وويل: آيا ته موسى او قوم يې (نور هم) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى جوړ او تا او ستا خدايان پرېږدي؟ ويلې موږ به يې زامن وژنو او ښځې به يې ژوندۍ پرېږدو او موږ خو پر دوى برلاسي يو.
موسى خپل قوم ته وويل: الله نه مرسته وغواړئ او صبركوئ، بې شكه دا ځمكه د الله ده، له خپلو بندګانو يې چاته چې خوښه شي، د هغى وارث ګرځوي او وروستۍ (بريا) د متقيانو ده.
بنى اسرائيلو وويل: ستا له راتګه مخكې هم ځورول كېدلو او ستا له راتلو وروسته هم ځورول كيږو، (موسى) وويل: نږدې ده چې رب مو دښمن تباه كړي او په ځمكه كې خلافت دركړي، بيا به ګوري چې تاسو څنګه كار كوئ.