او په سينو كې يې چې څه كينه ده هغه به ترې بهر كړو. (له ونو او ماڼيو) لاندې به يې ويالې بهيږي او وايي به: هغه الله لره ستاينه ده چې دې (ځاى) ته يې زموږ لارښوونه وکړه، او كه الله نه واى راښودلې موږ به دا لار نه وه موندلې، بې شكه چې زموږ د رب استازي په حقه راغلي وو. او آواز به ورته وشي چې دغه جنت مو د هغو عملونو په سر ميراث واخيستو چې تاسو به كول.