وَاِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا ۘ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— قَدْ جَآءَتْكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— هٰذِهٖ نَاقَةُ اللّٰهِ لَكُمْ اٰیَةً فَذَرُوْهَا تَاْكُلْ فِیْۤ اَرْضِ اللّٰهِ وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او ثموديانو ته مو د هغوى ورور صالح ولېږلو، ويلې اى زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ له هغه پرته مو كوم بل خداى نشته، دا دى تاسو ته د خپل رب له خوا څرګنده نښانه راغلې، دغه د الله اوښه تاسو لپاره نښانه ده، نو هغه پرېږدئ چې د الله پر ځمكه خوراك كوي او په بدۍ لاس مه ور وړئ چې بيا به مو يو دردناك عذاب راګير كړي.
التفاسير: