แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยศูนย์การแปลรุว๊าด

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
23 : 7

قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا ٚ— وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

دوى وويل: زموږ ربه! پر خپلو ځانو مو ظلم كړى اوكه ته مو ونه بخښې او رحم را باندې ونه كړې، نو موږ به خامخا له تاوانيانو يو. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 7

قَالَ اهْبِطُوْا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۚ— وَلَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَّمَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ ۟

ويې فرمايل: كوز شئ، تاسو به يو د بل دښمنان ياست، او تاسو لره په ځمكه كې هستوګنځى او تر څه وخته پورې د ژوند وسايل (ټاكل شوي) دي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 7

قَالَ فِیْهَا تَحْیَوْنَ وَفِیْهَا تَمُوْتُوْنَ وَمِنْهَا تُخْرَجُوْنَ ۟۠

او ويې فرمايل: په هماغې كې به ژوند كوئ او په هماغې كې به مرئ او له هماغې به راوېستل كيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 7

یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ قَدْ اَنْزَلْنَا عَلَیْكُمْ لِبَاسًا یُّوَارِیْ سَوْاٰتِكُمْ وَرِیْشًا ؕ— وَلِبَاسُ التَّقْوٰی ۙ— ذٰلِكَ خَیْرٌ ؕ— ذٰلِكَ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟

اى د آدم اولادې! تاسو ته مو جامې در نازلې كړې چې ستاسو شرم ځايونه پټوي او ښكلا هم ده، او د تقوى جامه، دا ډېره غوره ده دا د الله له نښانو څخه ده په كار ده چې خلك پند واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 7

یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ لَا یَفْتِنَنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ كَمَاۤ اَخْرَجَ اَبَوَیْكُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ یَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِیُرِیَهُمَا سَوْاٰتِهِمَا ؕ— اِنَّهٗ یَرٰىكُمْ هُوَ وَقَبِیْلُهٗ مِنْ حَیْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ؕ— اِنَّا جَعَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ اَوْلِیَآءَ لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

اى د آدم اولادې! شيطان مو چېرى داسې فتنه كې وانه چوي لكه چې ستاسو مور او پلار يې له جنته را واېستل په داسى حال چې جامې يې ترې اېستلې تر څو عورتونه يې ورښكاره كړي، بې شكه هغه او لښكر يې تاسو له هغې خوا ويني چې تاسو يې نه شئ ليدلاى، يقيناً دا شيطانان مو د هغو خلكو لپاره ملګري ګرځولي چې ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 7

وَاِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً قَالُوْا وَجَدْنَا عَلَیْهَاۤ اٰبَآءَنَا وَاللّٰهُ اَمَرَنَا بِهَا ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَاْمُرُ بِالْفَحْشَآءِ ؕ— اَتَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

او كله چې دوى كوم ناوړه كار وكړي، وايي: په دې كار مو هم پلرونه موندلي او هم الله پرې موږ ته امر كړى، ورته وايه: يقيناً الله د ناوړه چارو امر نه كوي، آيا په الله پورې هغه څه واياست چې نه ورباندې پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 7

قُلْ اَمَرَ رَبِّیْ بِالْقِسْطِ ۫— وَاَقِیْمُوْا وُجُوْهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّادْعُوْهُ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ؕ۬— كَمَا بَدَاَكُمْ تَعُوْدُوْنَ ۟ؕ

ورته وايه: زما رب د عدالت امر كړى او دا چې مخونه مو د هر لمانځه په مهال سم برابر كړئ او داسې يې رابلئ چې هغه ته د خپل دين سوچه كوونكي ياست، څنګه يې چې ړومبى ځل پيدا كړئ هماغه شان بيا پيدا كيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 7

فَرِیْقًا هَدٰی وَفَرِیْقًا حَقَّ عَلَیْهِمُ الضَّلٰلَةُ ؕ— اِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّیٰطِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

يوې ډلې ته يې سمه لار وښوده او پر بلې ډلې بې لارې توب ثابت شو، رښتيا چې هغوى الله نه پرته شيطانان ځان ته په ملګریتوب نيولي او داسې انګيري چې دوى (بالكل) لار موندونكي دي. info
التفاسير: