แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยศูนย์การแปลรุว๊าด

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
58 : 7

وَالْبَلَدُ الطَّیِّبُ یَخْرُجُ نَبَاتُهٗ بِاِذْنِ رَبِّهٖ ۚ— وَالَّذِیْ خَبُثَ لَا یَخْرُجُ اِلَّا نَكِدًا ؕ— كَذٰلِكَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّشْكُرُوْنَ ۟۠

او ځمكه چې ښه وي، د خپل رب په حكم يې (ښه) شنېلي راوځي او هغه چې خرابه وي نو پرته له كوم بې كاره بوټي بل څه نه (ترې) وځي (خپل) آيتونه همداسې بيا بيا هغو خلكو ته بيانوو چې شكر باسي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 7

لَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

رښتيا هم نوح مو د هغه قوم ته ورلېږلى و نو ورته ويې ويل: اې زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، ستاسو خو له هغه پرته كوم بل معبود نشته، زه پر تاسو د لويې ورځې له عذابه وېرېږم. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 7

قَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهٖۤ اِنَّا لَنَرٰىكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

د قوم مشرانو يې ورته وويل: موږ ته خو (خپله) ته په څرګند بې لاريتوب كې ښكارې! info
التفاسير:

external-link copy
61 : 7

قَالَ یٰقَوْمِ لَیْسَ بِیْ ضَلٰلَةٌ وَّلٰكِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

ده وويل: ای زما قومه! په ما كې څه بې لاريتوب نشته، زه خو د الله رب العالمين له خوا يو استازى يم. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 7

اُبَلِّغُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَاَنْصَحُ لَكُمْ وَاَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

چې تاسو ته د خپل رب پيغامونه رسوم، ستاسو خير غواړم او د الله له لوري هغه علم راكړل شوى چې تاسو نه ورباندې پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 7

اَوَعَجِبْتُمْ اَنْ جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ مِّنْكُمْ لِیُنْذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوْا وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟

آيا په دې حيران شوئ چې د خپل رب له خوا مو د خپل يو سړي په خوله څه يادونه درته راغله چې تاسو ووېروي او ځان وساتئ او د دې لپاره چې رحم درباندې وشي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 7

فَكَذَّبُوْهُ فَاَنْجَیْنٰهُ وَالَّذِیْنَ مَعَهٗ فِی الْفُلْكِ وَاَغْرَقْنَا الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا عَمِیْنَ ۟۠

خو هغوى دروغجن وګاڼه، بيا مو دى او څوك يې چې ملګري وو، په هغه بېړۍ كې بچ كړل او چا چې زموږ آيتونه دروغ ګڼل هغوى مو (په اوبو كې) ډوب كړل، رښتيا چې هغوى ړانده خلك وو. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 7

وَاِلٰی عَادٍ اَخَاهُمْ هُوْدًا ؕ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟

او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (علیه السلام) واستوه، ويلي: ای زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم معبود نشته، آيا تاسو نه وېريږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 7

قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖۤ اِنَّا لَنَرٰىكَ فِیْ سَفَاهَةٍ وَّاِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟

د قوم هغو مشرانو چې كافر شوي وو، ده ته وويل: موږ خو دې په ناپوهۍ كې اخته ګڼو او په تا د دروغجنو ګومان كوو. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 7

قَالَ یٰقَوْمِ لَیْسَ بِیْ سَفَاهَةٌ وَّلٰكِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

ويلې: ای زما قومه! په ما كې څه بې عقلې نشته، زه خو (فقط) د رب العالمين له خوا يو استازى يم. info
التفاسير: