هغوی ته سملاسي پېښه وه او ويې ويل: آيا ته په رښتيا يوسف يې؟! يوسف ورته وويل: هو زه يوسف يم، دغه چې له ماسره يې وينئ زما سکه ورور دی، بېشکه الله له هغه څه په ژغورنه چې پکښې وو او د درجې په لوړولو پر موږ پېرزوينه وکړه، بېشکه يوسف هغه څوک و چې د الله د حکمونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو له هغه وېرېده او په کړاو يې صبر کاوه، د هغه دغه کړنه نيکي وه او الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې ورته ساتي يې.
يوسف يې عذر ومانه او ويې ويل: نن پر تاسو کومه ملامتيا نشته چې ستاسو د سزا غوښتنه وکړي او نه رټنه، له الله څخه ستاسو لپاره بښنه غواړم او هغه پاک ذات تر ټولو ډېر مهربان دی.
کله چې قافله له مصر څخه د تګ په حالت کې ووتله او له آبادۍ يې تېره شوه يعقوب عليه السلام خپلو زامنو او څوک چې د هغه په ځمکه کې ورسره وو وويل: زه د يوسف بوی احساسوم، که چېرې تاسو ما ناپوه ونه ګڼئ او د عقل خرابي نسبت راته ونکړئ په خپله دغه وينا مو: چې دغه زوړ عقل خرابه دی، هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي.