Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans

Nummer der Seite:close

external-link copy
87 : 12

یٰبَنِیَّ اذْهَبُوْا فَتَحَسَّسُوْا مِنْ یُّوْسُفَ وَاَخِیْهِ وَلَا تَایْـَٔسُوْا مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یَایْـَٔسُ مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْكٰفِرُوْنَ ۟

پلار يې ورته و ويل: ای زما زامنو! ولاړ شئ که د يوسف او د هغه د ورور خبر مو ترلاسه کړ، د الله له خپلو بندګانو څخه د غم لرې کولو او غم ختمولو په اړه مه ناهيلي کېږئ، بېشکه د هغه له غم لرې کولو او غم ختمولو څخه يوازې کافر قوم ناهيلی کيږي، ځکه هغوی د الله په لوی ځواک نه پوهيږي او پر خپلو بندګانو يې پېرزوينه پټه ده. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 12

فَلَمَّا دَخَلُوْا عَلَیْهِ قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الْعَزِیْزُ مَسَّنَا وَاَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجٰىةٍ فَاَوْفِ لَنَا الْكَیْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَیْنَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَجْزِی الْمُتَصَدِّقِیْنَ ۟

د خپل پلار خبره يې ومنله، د يوسف او د هغه د ورور په لټه کې ولاړل، کله چې پر يوسف ور ننوتل ورته يې وويل: موږ ته سختي او بېوزلي را رسېدلې ده، تاته مو خپلې بېکاره او لږ پيسې راوړې دي؛ نو موږ ته پوره پوره پېمانه راکړه، لکه مخکې چې دې پېمانه راکوله، خيرات راباندې وکړه تر دې په زياتوالي يا زموږ له لږو پيسو په سترګو پټولو سره، بېشکه الله خيرات کوونکو ته غوره بدله ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 12

قَالَ هَلْ عَلِمْتُمْ مَّا فَعَلْتُمْ بِیُوْسُفَ وَاَخِیْهِ اِذْ اَنْتُمْ جٰهِلُوْنَ ۟

کله يې چې د هغوی خبرې واورېدې له لورېينې يې زړه پرې نرم شو، ځان يې وروپېژندی ورته يې وويل: بېشکه آيا تاسو پوه شوئ په هغه څه چې په يوسف او د هغه په سکه ورور مو کړي، کوم وخت چې تاسو د هغه څه له پايلې نا خبر وئ چې پر هغوی مو وکړل؟! info
التفاسير:

external-link copy
90 : 12

قَالُوْۤا ءَاِنَّكَ لَاَنْتَ یُوْسُفُ ؕ— قَالَ اَنَا یُوْسُفُ وَهٰذَاۤ اَخِیْ ؗ— قَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا ؕ— اِنَّهٗ مَنْ یَّتَّقِ وَیَصْبِرْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

هغوی ته سملاسي پېښه وه او ويې ويل: آيا ته په رښتيا يوسف يې؟! يوسف ورته وويل: هو زه يوسف يم، دغه چې له ماسره يې وينئ زما سکه ورور دی، بېشکه الله له هغه څه په ژغورنه چې پکښې وو او د درجې په لوړولو پر موږ پېرزوينه وکړه، بېشکه يوسف هغه څوک و چې د الله د حکمونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو له هغه وېرېده او په کړاو يې صبر کاوه، د هغه دغه کړنه نيکي وه او الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې ورته ساتي يې. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 12

قَالُوْا تَاللّٰهِ لَقَدْ اٰثَرَكَ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَاِنْ كُنَّا لَخٰطِـِٕیْنَ ۟

وروڼو يې له هغه څه چې پرې کړي يې وو د عذر غوښتونکو په ډول ورته وويل: په الله قسم؛ الله پر موږ غوراوی درکړی چې تاته يې د کمال صفتونه درکړي، او په رښتيا چې موږ په هغه څه کې چې پر تا مو کړي بدکاره او ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 12

قَالَ لَا تَثْرِیْبَ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ ؕ— یَغْفِرُ اللّٰهُ لَكُمْ ؗ— وَهُوَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟

يوسف يې عذر ومانه او ويې ويل: نن پر تاسو کومه ملامتيا نشته چې ستاسو د سزا غوښتنه وکړي او نه رټنه، له الله څخه ستاسو لپاره بښنه غواړم او هغه پاک ذات تر ټولو ډېر مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 12

اِذْهَبُوْا بِقَمِیْصِیْ هٰذَا فَاَلْقُوْهُ عَلٰی وَجْهِ اَبِیْ یَاْتِ بَصِیْرًا ۚ— وَاْتُوْنِیْ بِاَهْلِكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟۠

خپل کميس يې ورکړ، ځکه هغوی خبر ورکړ چې د پلار سترګې يې په څه حال شوې دي او ويې ويل: زما دغه کميس يوسئ، د پلار په سترګو مې يې واچوئ، نظر به يې بېرته وروګرځي او ماته مو خپله ټوله کورنۍ راولئ. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 12

وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِیْرُ قَالَ اَبُوْهُمْ اِنِّیْ لَاَجِدُ رِیْحَ یُوْسُفَ لَوْلَاۤ اَنْ تُفَنِّدُوْنِ ۟

کله چې قافله له مصر څخه د تګ په حالت کې ووتله او له آبادۍ يې تېره شوه يعقوب عليه السلام خپلو زامنو او څوک چې د هغه په ځمکه کې ورسره وو وويل: زه د يوسف بوی احساسوم، که چېرې تاسو ما ناپوه ونه ګڼئ او د عقل خرابي نسبت راته ونکړئ په خپله دغه وينا مو: چې دغه زوړ عقل خرابه دی، هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 12

قَالُوْا تَاللّٰهِ اِنَّكَ لَفِیْ ضَلٰلِكَ الْقَدِیْمِ ۟

له هغه اولاده يې چې ورسره وو يو چا وويل: په الله قسم ته تل په خپل پخواني خيال کې يې ستا په وړاندې د يوسف د مرتبې او د هغه د دويم ځل ليدلو د شونتيا په اړه. info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• عظم معرفة يعقوب عليه السلام بالله حيث لم يتغير حسن ظنه رغم توالي المصائب ومرور السنين.
د يعقوب عليه السلام لخوا د الله د پېژندنې لوی والی چې د الله په اړه يې ګومان بدل نشو سره له پرله پسې کړاوونو او کلونو د تېرېدو. info

• من خلق المعتذر الصادق أن يطلب التوبة من الله، ويعترف على نفسه ويطلب الصفح ممن تضرر منه.
د رېښتيني عذر غوښتونکي له اخلاقو دا هم ده چې الله ته توبه وباسي، پړه ومني او له هغه چا بښنه وغواړي چې له ده يې زيان ليدلی. info

• بالتقوى والصبر تنال أعظم الدرجات في الدنيا وفي الآخرة.
په د نيا او آخرت کې په ځان ساتنه(دالله اوامر منل او له نواهیو یې ځان ژغورل) او زغم لويې مرتبې ترلاسه کيږي. info

• قبول اعتذار المسيء وترك الانتقام، خاصة عند التمكن منه، وترك تأنيبه على ما سلف منه.
د تېر وتونکي عذر منل، غچ پرېښودل، په ځانګړې توګه چې پرې برلاسی شي او په تېرو کړو يې نه ملامتول. info