فَلَمَّا دَخَلُوْا عَلَیْهِ قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الْعَزِیْزُ مَسَّنَا وَاَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجٰىةٍ فَاَوْفِ لَنَا الْكَیْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَیْنَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَجْزِی الْمُتَصَدِّقِیْنَ ۟
د خپل پلار خبره يې ومنله، د يوسف او د هغه د ورور په لټه کې ولاړل، کله چې پر يوسف ور ننوتل ورته يې وويل: موږ ته سختي او بېوزلي را رسېدلې ده، تاته مو خپلې بېکاره او لږ پيسې راوړې دي؛ نو موږ ته پوره پوره پېمانه راکړه، لکه مخکې چې دې پېمانه راکوله، خيرات راباندې وکړه تر دې په زياتوالي يا زموږ له لږو پيسو په سترګو پټولو سره، بېشکه الله خيرات کوونکو ته غوره بدله ورکوي.
التفاسير: