يوسف عليه السلام وويل په داسې حال کې چې خپل پالونکی يې رابلئ: ای زما پالونکيه! هغه زندان چې هغې پرې راته ګوت څنډنه کړې، ډېر غوره دی تر هغه څه چې هغوی مې وربولي چې هغه ناروا کړنه ده، که چېرې د هغوی چل را څخه لرې نکړې، هغوی ته به ورکوږ شم، له ناپوهانو به شم که ورکوږ شوم او په هغه څه کې به د هغوی پيروي وکړم چې راڅخه غواړي يې.
الله د هغه دعا قبوله کړه، له هغه يې د عزيز د مېرمنې او د ښار د ښځو چل لرې کړ، بېشکه هغه سپېڅلی او لوړ دی، د يوسف د دعا او د هر دعا کوونکي د دعا ورېدونکی دی، د هغه پر حال او د نورو پر حال ښه پوه دی.
يوسف عليه السلام وويل: تاسو ته به هغه ډوډۍ چې د پاچا يا بل چا لخوا درکول کيږي نه وي راغلې خو زه به تاسو ته د هغه حقيقت او کيفيت مخکې تر راتګ يې بيان کړم، دا هغه د خوب تعبير دی چې زه پرې پوهېږم ماته مې پالونکي راښودلی، د کاهنانو او نجوميانو لخوا ندی، بېشکه ما د داسې قوم دين پرېښی چې پر الله ايمان نه لري او هغوی پر آخرت کافران دي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• بيان جمال يوسف عليه السلام الذي كان سبب افتتان النساء به.
د يوسف علیه السلام د هغه ښايست بيان چې د ښځو د مينتوب لامل و.
• إيثار يوسف عليه السلام السجن على معصية الله.
د يوسف عليه السلام لخوا زندان ته د الله پر سرغړوونه لومړيتوب ورکول.
• من تدبير الله ليوسف عليه السلام ولطفه به تعليمه تأويل الرؤى وجعلها سببًا لخروجه من بلاء السجن.
د يوسف عليه السلام لپاره د الله تدبير او پر هغه مهرباني چې هغه ته د خوب تعبير ورښودل و، چې هغه يې د زندان له کړاو څخه د وتلو لامل وګرځوی.