د خپلو پلرونو: ابراهيم، اسحاق او يعقوب عليهم السلام د دين پيروي مې کړې ده، هغه د الله د توحيد دين دی، زموږ لپاره سم نه دي چې له الله سره بل شريک ونيسو، هغه په وحدانيت کې يوازې دی، دغه توحيد او پر هغه څه ايمان چې زه او پلرونه مې پرې يو، پر موږ د الله لخوا فضل دی چې د هغه توفيق يې راکړی او پر ټولو خلکو يې فضل دی چې هغوی ته يې نبيان لېږلي دي، خو ډېری خلک د الله پر نعمتونو شکر نه وباسي بلکې کفر يې کوي.
بیا يوسف عليه السلام هغه دوه ځوانان مخاطب کړل او ويې ويل: آيا د زياتو معبودانو عبادت غوره دی که د هغه يوه الله چې شريک نلري، هغه پر نورو برلاسی دی چې نه ناتوانه کيږي؟
ای زما د زندان دواړو ملګرو، کوم چې ليدلي چې انګور نښتيږي تر څو شراب شي، هغه به له زندان ووځي او خپل کار ته به وروګرځي، پاچا ته به څښاک ورکوي، خو کوم چې ليدلي چې پر سر يې ډوډۍ ده او مرغان ترې خوراک کوي؛ نو هغه به ووژل شي او وبه ځړول شي، مرغان به يې د سر له غوښو خوراک وکړي، پای ته ورسېده هغه امر چې تاسو يې په اړه فتوی غوښته او بشپړ شو، هغه هرومرو ترسره کېدونکی دی.
او يوسف عليه السلام هغه کس ته وويل چې فکر يې کاوه له هغوی دواړو خلاصېدونکی دی او هغه پاچا ته څښاک ورکوونکی دی، زما کيسه او حالت د پاچا په وړاندې ياد کړه، کېدای شي له بند خونې مې وباسي، شيطان د پاچا په وړاندې له څښاک ورکوونکي څخه د يوسف عليه السلام ياد هېر کړ، يوسف عليه السلام له دغه وروسته په بند خونه کې څو کاله پاتې شو.